بلوڅو د پاکستاني پوځ پر سړک جوړوونکې کمپنۍ بريدونه کړي
د بلوڅو ملتپاله ډله بلوچ ليبرېشن فرنټ وايي، د بلوچستان په کيچ سيمه کې يې د پاکستاني پوځ اړوند پر يوه سړک جوړوونکې کمپنۍ بريدونه کړي دي.
د دغې ډلې وياند ميجر ګهرام بلوڅ سرخط ورځپاڼه ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ملګرو يې دغه بريدونه د کيچ په ډي بلوچ سيمه کې پر هغې سړک جوړوونکې کمپنۍ کړي دي چې د پاکستان د پوځ اړوند او هغوی يې ساتنه کوي.
دی وايي، په بريدونو کې پاکستاني عسکر او د کمپنۍ کارکوونکي وژل شوي دی.
د بلوڅ په خبره، تر بريدونو وروسته د دوی ملګرو د کمپنۍ اړوند پرېمانه موټرو او سامانونو ته اور اچولی دی.
مېجر ګهرام بلوڅ وايي، تر بريد لاندې راغلې کمپنۍ پر سيپيک لاره کار کوي او پوځ يې کارکوونکي وړي را وړي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
یکشنبه، ۲۳ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply