ډاکټر محب؛ د سولې د خبرو نور پړاونه دې په کور دننه وي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، د افغانانو او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو راتلونکي پړاونه دې په افغانستان کې وي.
ډاکټر حمد الله محب وايي، په افغانستان کې چې هر ځای طالبان خوښوي، امنيت يې به يې دوی ونيسي او په دې توګه به ولس نه يوازې د سولې د پروسې د مالکيت حس پيدا کړي، بلکې په دغه پروسه کې به نور هيڅ هم د ولس له سترګو پټ نه وي.
د ښاغلي محب په خبره، د دې کار بله ګټه به دا وي چې مرکچيان به د خپلو وطنوالو غمونه، کړاونه او غوښتنې له نږدې ويني او په دې سربېره به، د لوړو اضافي لګښتونو مخه هم نيول شوې وي.
ډاکټر محب پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې که داسې وشي، نو د سولې پروسه به د دې پر ځای چې له بهرنيو شرايطو اغېزمنه شي، د وطني ټولنې د واقعيتونو پر اساس پرېکړې به پکې وشي.
دی وايي، که د سولې را روان پړاونه په وطن کې دننه سر ته ورسېږي، نو به راتلونکې سوله سرتاسري او هم دايمي وي.
د ده په خبره، تجربو ښوولې چې له خاورې د باندې سوله د وطن ګټې نه شي تامينولای.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه