انټروال؛ د سولې مرکچيان شل ورځې ساه کوي
په قطر کې د سولې د مرکچي پلاوي غړي وايي، ښه موده يې په مسافري کې تېره شوه او اوس غواړي د دريو اوونيو لپاره ساه وکړي، کورو ته لاړ شي او شل ورځې وروسته بېرته قطر ته راوګرځي.
په قطر کې د افغان پلاوي له منځه يوه کس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، سرخط ورځپاڼې ته وويل؛ ښايي سبا نه بله ورځ افغان پلاوی کابل ته روان او دوحه تر شا پرېږدي.
دغه کس وايي، طالبان هم ستړي ښکاري او دغه وقفه د هغوی په خوښه شوې ده.
د سرچينې په خبره، طالبان په باور نه دي، ښايي د پاکستان يا امريکا له خوا ورباندې فشار راشي او بېرته وفقه لغوه کړي، خو وايي، په غالب ګمان د دوی هم دمې ته زړه شوی.
د تېرې سهشنبې په ورځ د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې د چهارشنبې له ورځې به په قطر کې د سولې جدي خبرې پيل کېږي، خو دا يې نه و ويلي چې له پيلېدو سره به يې، وقفه راځي.
د افغانانو او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو درې مياشتې واوښتې او په دغه موده يوازې يوازې د خبرو پر اجنډا موافقه شوې ده.
1 نظرونه
Farman mukhlis
شنبه، ۲۲ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply