په سوريه کې ځانمرګي بريد د ترکي عسکرو په ګډون ۱۶ تنه وژلي
نن د سوريې په راس العين سيمه کې پر ترکي عسکرو موټر بم ځانمرګی بريد شوی دی چې له امله يې شپاړس تنه وژل شوي او دوولس نور ژوبل دي.
دغه سيمه د ترکي عسکرو تر ولکه لاندې ده او پکې يې د ځان په ګټه د سيمې له خلکو ملېشې هم جوړې کړې دي.
له سيمې د ورکول شويو مالوماتو په اساس، يوه ځانمرګی خپل په بمونو بار موټر د ترکي عسکرو پر پوسته ورخېژولی او هلته يې ځان الوځولی دی.
په دغه بريد کې درې ترکي عسکر او ديارلس تنه د سيمې ملېشه وژل شوي دي.
د ترکيې حکومت په پېښه کې د خپلو دوو عسکرو وژل کېدل او د اتو نورو ټپي کېدل مني.
ترکيه وايي، دا بريد د کردانو د پيکېکې ډلې کار دی، خو تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه