کرونا له پرون راهسې ۳۰۰۰ نور امريکايان وژلي
پر امريکا د کرونا وايرس دويمه څپه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي او يوازې له پرون راهيسې يې هلته تر درې زره تنه زيات نور امريکايان وژلي دي.
د ورکول شويو شمېرو په اساس، په امريکا کې په کرونا وایرس د اخته شویو کسانو شمېر نږدې ۱۶ میلیونه او د مړو شمېر يې اوس درې سوه زره تنو رسېدلی دی.
لا هم د امريکا په متحده ايالاتو کې د کرونا ضد واکسين لګول نه دي پيل شوي، خو حکومت يې وايي، پر دغه پروسه لاس ښوروي.
0 نظرونه