د امريکا د دفاع احتمالي وزير؛  د پاکستان او حقاني شبکې ضد او د ملي اردو ملګری
۱۹ قوس ۱۳۹۹ 206331 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د امريکا د دفاع احتمالي وزير؛ د پاکستان او حقاني شبکې ضد او د ملي اردو ملګری

 

د امريکا نوي ولسمشر جوبايډن مخکېني امريکايي جنرال لايډ اسټن د متحده ايالاتو د دفاع د وزير په توګه نومولی دی.

که د امريکا سنا ښاغلي اسټن ته د باور رايه ورکړي، دی به د امريکا لومړی تورپوستی د دفاع وزير شي، خو تر دې مهمه خبره دا ده چې دلته به پر پاکستان، طالبانو او حقاني شبکه کړۍ را تنګه شي.

 

جنرال اسټن څوک دی؟

جنرال اسټن په نولس سوه درې پنځوسم کال کې د امريکا په الاباما کې زېږېدلی. په نولس سوه پنځه اويا کې يې په ويسټ پواينټ کې پوځي زده‌کړې کړې او له هغه وروسته د امريکا د پوځ ليکو ته شامل شو.

دی د بارک اوباما د واکمني پر مهال د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر و او په منځني ختيځ کې يې د امريکايي سرتېرو قومانده په غاړه درلوده.

ده په عراق کې هم د امريکايي سرتېرو قومانده په غاړه درلوده او په دې مشهور و چې د نورو قوماندانانو په څېر به له تمانچې سره نه، بلکې له ډک ايم‌۴ توپک سره ګرځېده.

جنرال اسټن ارام ماغزه لري، په بدو حالاتو کې نه وارخطا کېږي او همدا لامل دی چې تر قومانده لاندې سرتېري يې پر ځان باور لري او جګړه په سړو ماغزو خو دقيقه پر مخ وړي.

دی په دوه زره ديارلسم کې په منځني ختيځ کې د امريکا د ټولو سرتېرو قوماندان شو او درې کاله پر همدې دنده پاتې و.

د ده تر قومانده لاندې، له عراقه تر افغانستان او له يمنه تر پاکستانه، په شلو هېوادونو کې د امريکا سرتېرو د ترهګري پر ضد جګړه پر مخ وړه.

په دوه زره ديارلسم کې يې څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او په کابل کې يې د ناټو له قوماندانانو او افغان امنيتي چارواکيو سره ښه راشه درشه درلوده.

جنرال اسټن له هغه وخته له افغانستان سره اړيکې موندلې چې دلته د هېواد ملي اردو لومړي قدمونه اخيستل او سوکه سوکه دغه ملي پوځ جوړېده.

دی د طالبانو له ليکو، د هغوی له داخلي جوړښتونو، د حقاني شبکې له پلانونو او د پاکستان له دسيسو سره تر نورو ډېر بلد دی.

 

جنرال اسټن، حقاني شبکه او پاکستان؛

جنرال اسټن له هماغه وخت حقاني شبکه د امريکا لپاره په سيمه کې لوی خطر بولي او په مسلسله توګه يې د دغې شبکې د له منځه وړلو هڅې کړې دي.

ده په دوه زره شپاړسم کال کې پاکستان ته توګه څنډلې وه چې بايد له حقاني شبکې سره خپل تار وشکوي او د دغې شبکې پر ضد خونړي عمليات وکړي.

د دندې پر وخت د داعش او طالبانو پر ضد قوي مبارزه د ده له لومړيتوبونو څخه وه او ښکاري چې اوس هم پر همدې فکر دی.

ده تل پر افغانانو د طالبانو او حقاني شبکې حملې غندلې او په دغه برخه کې يې دريځ کاملا د افغان دولت په څېر و.

همدا دريځ و چې جنرال اسټن بيا بيا پاکستان ته ګوته نيوه او ورڅخه يې غوښتل چې د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد بايد غوڅ ګامونه پورته کړي.

ده په دوه زره شپاړس کې د امريکا په سنا کې د وسله وال پوځ کمېټو ته په ډاګه وويل چې پاکستان، حقاني شبکه او طالبان د افغانستان او امريکا دواړو په تاوان دي او بايد پاکستان وپوښتل شي چې ولې ورسره اړيکې لري او ولې يې پر ضد څه نه کوي.

اوس تمه ده چې واک ته د دغه جنرال رسېدل به د دې لامل شي چې د ده په مخکې راجوړه شوې، راټوله شوې او پر پښو درېدلې د افغانستان ملي اردو به يو قوي خواخوږی ومومي او دی به يې هم کلک ملاتړ وکړي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې