پاکستان خپلو عسکرو ته د هند پر ضد د تيارسئ امر وکړ
پاکستان وايي، راپورونه يې تر لاسه کړي دي چې هند تابيان نيولې چې د پاکستان او هند تر منځ پر کرښه پاکستانيان وځپي، ځکه يې نو وار له مخه خپل پوځ ته د تيارسئ امر کړی دی.
پاکستانيان وايي، دا مهال هند په کور دننه له ځينو کش مکشونو سره مخ دی، ځکه نو د خلکو د پام پر بله کولو په موخه شايد پر پاکستان بريد وکړي.
له څه مودې راهيسې په هند کې بزګرانو د حکومت پر ضد مظاهرې پيل کړې دي او په دې سربېره، هلته شته مسلمانان هم د مودي له حکومت څخه ښه خوله نه ښوروي.
0 نظرونه