په هند کې يوې نوې مرموزې ناروغي سلګونه تنه نيولي
هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد په اندرا پردېش ايالت کې يوه نوې مرموزه ناروغي خپره شوې چې تر اوسه يې يو تن وژلی او څلور سوه نور يې روغتون ته رسولي دي.
دغه ناروغي مېرګي ته ورته ده، تبه او خواګرځي لري او پر انسان بېهوښي راولي.
د هند د روغتيا وزارت وايي، بده خبره دا ده چې دغه مرموزه ناروغي تر نورو زيات ماشومان نيسي.
دوی وايي، تر اوسه د درملنې پر مهال يو کس مړ شوی او څلور سوه نور ځينې يې بستر دي او ځينې کورو ته لېږل شوي دي.
د دغه وزارت د مالوماتو په اساس، اوس له نوي ډيلي څخه د تجربه کارو ډاکټرانو يوه ډله سيمې ته لېږل شوې چي د ناروغي د لا خپرېدو او نورو سيمو ته د تګ مخه ونيسي او مالومه کړي چې دا څه افت دی.
هغه کسان چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي، تر يو نيم سل زيات يې په کرونا هم اخته دي.
0 نظرونه