له پرون راهيسې کرونا۲۰۰۰پاکستانيان نيولي او ۸۹يې وژلي
پاکستاني چارواکيو تېره ورځ اعلان وکړ چې د کرونا دويمه څپه يې له واکه وتلې او نور يې مهارول د دوی تر وس لوړه خبره ده.
هلته له پرون راهيسې دوه زره تنه نور په کرونا وايرس اخته شوي دي او تر اوسه نهه اتيا تنه نور پاکستانيان ورڅخه مړه شوي دي.
په پاکستان کې د کرونا له پيل تر اوسه پورې پنځه اعشاريه اته ميليونه پاکستانيان په دغه وايرس اخته شوي او تر اوسه پورې ورڅخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر شاوخوا لسو زرو تنو ته رسېدلی دی.
پاکستاني چارواکيو پرون ويلي و چې نور يې د کرونا له ناروغانو روغتونونه ډک او ځای نه شته.
0 نظرونه