په بلوچستان کې له پېژندلو وتلي پنځه جسدونه موندل شوي
ملتپال بلوڅ وايي، د بلوچستان ايالت په کېچ سيمه کې د پنځو تنو داسې جسدونه موندل شوي چې له پېژندلو وتلي، خو د دوی په غالب ګمان د هغو ملتپالو بلوڅو به وي چې پاکستاني پوځ تښتولي ول.
سرخط ورځپاڼې ته له سيمې په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې درې جسدونه د کېچ د بليدې په زامران عبدي سيمه کې او دوه نور يې د کېچ په هيرنوک سيمه کې موندل شوي دي.
پنځه واړه جسدونه تر شکنجو وروسته په مرميو ويشل شوي چې له پېژندلو وتلي دي.
تر اوسه حکومت د دغو جسدونو په اړه څه نه دي ويلي.
ملتپال بلوڅ ادعا کوي چې د پاکستان پوځ او استخبارات يې وخت ناوخته ملګري ژوندي تښتوي او بيا يې تر درنو شکنجو وروسته له پېژندلو وتلي جسدونه يوه او بله خوا غورځوي.
0 نظرونه