ايران وايي، اټومي ساينسپوه يې په مصنوعي ذهانت وژل شوی
که څه هم د ايران د اټومي وسلو جوړولو پروګرام د طراح د وژلو په اړه، لس ورځې وروسته هم د دغه هېواد حکومت کوم رسمي راپور نه دی ورکړی، خو هلته اوس په دغه وژنه کې د مصنوعي ذهانت د کارېدو خبرې کېږي.
د ايران په پاسداران انقلاب پورې يوې تړلې رسنۍ تسنيم په دې اړه په خپل يوه وروستي راپور کې ويلي دي چې د دغه هېواد اټومي ساينسپوه محسن فخريزاده د سټلايټ په مرسته په مصنوعي ذهانت وژل شوی دی.
د ايران د پاسدران انقلاب مرستيال قوماندان علي فدوي ويلي دي چې که څه هم له فخريزاده سره د پاسدارانو يوولس تنه ساتونکي ملګري ول، خو هيچا هم هلته کوم ترهګر نه دی ليدلی.
تر دې وړاندې له فخريزاده سره چا د ساتونکيو د شتون په اړه څه نه و ويلي.
علي فدوي ويلي دي، د دوی مالومات ښيي چې بريد د سټلايټ له لارې په انلاين توګه کنټرولېده او بريدګرو د فخريزاده څېره د مصنوعي ذهانت په مرسته په نښه کړې ده.
تر دې مخکې داسې راپورونه هم ورکول شوي ول چې د بريد کوونکيو له ډلې، يوه يې فخريزاده له موټره راکښته کړی او په مرميو غلبېل کړی و.
هلته د ايران د انقلابي ګارډ وياند رمضان شريف هم ويلي دي چې داسې ښکاري چې فخريزاده د نوې ټکنالوجي او سټلايټ په مرسته وژل شوی.
0 نظرونه