ملک پور غواړي، موزی نور غواړي؛ د امريکا سفارت وايي، طالبان تمه لري چې۷۵۰۰نور بنديان يې هم خوشې شي
دا ځل د کوټې شورا غوښتنه د ذبيحالله مجاهد او ملا نعيم پر ځای د امريکا د سفارت د شارژدافير له خولې راوځي او د سولې په جنجالي پروسه کې د اووه نيم زره تنه نورو طالبانو بنديانو د خوشې کېدو خبره کېږي.
ولس او حکومت وار له مخه د پنځه نيم زره طالب اورپکو د خوشې کولو په سر سره ګيله من دي او اوس دواړه په دې باور دي چې د پنځه زره خونړيو طالبانو تر خوشې کولو وروسته هم د جنګ لمبې قرارې نه شوې، اما هلته طالبان او د امريکا سفارت د اووه نيم زره نورو بنديانو د خوشې کولو خبره يادوي.
په کابل کې د امريکا د سفارت شارژدافير راس وېلسن تېره ورځ له افغان خبريالانو سره په يوه انلاين غونډه کې د اووه نيم زره نورو طالب بنديانو د خوشې کولو خبره ياده کړه او پسې زياته يې کړه چې دا هم ښه نه ده چې له امريکايانو سره د طالبانو د دوحې د تړون ځينې برخې عملي او پر ځينو يې سترګې پټې شي.
ده پر طالبانو هم پټکه وکړه چې د پنځه نيم زره زندانيانو تر خوشې کېدو وروسته يې هم جنګ نه دی سوړ کړی، خو ويې ويل، د امریکا متحده ایالات د دوحې تړون د ټولو برخو تطبیق غواړي.
تر اوسه افغان دولت د طالبانو او امريکا د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړمه ورځ ولسمشر غني د مصالحې د عالي شورا په لومړنۍ ناسته کې وويل چې د افغانستان حکومت او خلکو د سولې لپاره قربانۍ ورکړې، خو طالبانو جګړه سړه نه کړه.
0 نظرونه