طالبانو په ژوب کې پنځه پاکستاني عسکر وژلي
پاکستاني طالبان وايي، ملګرو يې د بلوچستان په ژوب سيمه کې د پاکستان پر سرحدي عسکرو بريد کړی دی او پنځه تنه يې ورڅخه وژلي دي.
د دغې ډلې وياند محمد خراساني سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د پاکستان سرحدي عسکر په ژوب کې په کرکيټ لوبه اخته ول چې دوی ورباندې ډزې پيل کړې.
خراسانی وايي، په بريد کې پنځه تنه عسکر ځای پر ځای وژل شوي، څو نور يې ژوبل دي او پاتې عسکرو پښې سپکې کړې دي.
د ده په خبره، نورو ملګرو يې بيا هلته د باجوړ په ماموند سيمه کې د پوځ پر يوه قرارګاه توغندي ويشتي دي چې پکې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
دوشنبه، ۱۷ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply