په کندهار کې د طالبانو جسدو بوی کړی؛  د کوټې شورا له سره صليبه د جنازو د لېږد غوښتنه کړې
۱۵ قوس ۱۳۹۹ 171236 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په کندهار کې د طالبانو جسدو بوی کړی؛ د کوټې شورا له سره صليبه د جنازو د لېږد غوښتنه کړې

 

د کندهار د دوو ولسواليو پنجوايي او ژېړۍ اوسېدونکي وايي، د کليو لارې او کوڅې يې د طالبانو جسدونو پر سر اخيستې او خلک ورڅخه په تړليو پوزو تېرېږي، خو د جسدونو خښولو ته هم د چا لاس نه ټيټېږي.

دا د هغو طالب اورپکو جسدونه دي چې د کندهار تر ارغنداب وروسته يې د ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو نيولو ته سترګې پټې کړې وې او د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې يې هم بړېڅي د جنګ اشر ته راغوښتي ول.

سرخط ورځپاڼې ته د کندهار امنيتي سرچينو داسې مالومات ورکړي دي چې ښيي، طالبانو ته په دې وروستيو کې په کوټه کې ويل شوي ول چې هر څنګه کېږي، د کندهار څو ولسوالۍ به نيسي او هلته به د سرتېرو شته پوستې له منځه وړي.

دوی ته په ځانګړې توګه د پنجوايي، ډنډ او ژېړۍ ولسواليو د نيولو ويل شوي ول او د همدې هدف لپاره نه يوازې ورته له کوټې تازه دمې طالبان او د پاکستاني پوځ عسکر رالېږل شوي ول، بلکې د کندهار له څنګلورو ولايتونو او حتا ميدان وردګو او غزني څخه هم ورته طالب جګړه‌مار لېږل شوي ول.

سرخط ورځپاڼې ته رسېدلي مالومات ښيي چې دوه ورځې وړاندې د کندهار په يادو سيمو کې سرتېري له طالبانو سره مخ کېږي او د جګړې د قوماندې له مرکزه سرتېرو ته امر کېږي چې د رحم په نامه دې څه نه پېژني.

تر دغه قومانده وروسته يوازې د پنجوايي ولسوالي په مرکز، چهلغور، صلوات، ناخوني او زلخان کلیو کې يو سل او څوارلس تنه طالبان وژل کېږي چې اته دېرش تنه پکې د فراه، غزني، ميدان وردګو، هلمند او کندهار د سرو قطعو قوماندانان او ډلګۍ مشران شامل دي.

په وژل شويو کسانو کې يوه لويه برخه پاکستانيان هم دي.

هلته بيا د کندهار په ژېړۍ ولسوالي کې همداسې جګړه نښلې او همداسې قومانده ورکول کېږي چې له امله يې د دغې ولسوالي په چار شاخه، پاشمول، سنگ‌حصار او نلغام کلیو کې يو سل او شپاړس تنه طالبان وژل کېږي.

په کندهار کې امنيتي سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې چې طالبانو پر کندهار وربلوسلي، په جګړو، بمباريو او مخامخ نښتو کې د طالبانو تلفات تر دوه زره او دوه نيم سوه نفرو لوړ شوي چې د ډېرو جسدونه يې لا اوس هم يوه بله خوا پراته دي.

د سرچينو په خبره، ځينې طالبان په ټپي حالت کې د کوټې ملکي او پوځي روغتونونو لېږدول شوي چې اوس هلته تر درملنې لاندې دي.

په پنجوايي او ژېړۍ ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو په نښتو کې له طالبانو څخه زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې، نظامي تجهیزات، يو موټر بم او لسګونه موټرسايکل او واړه موټرونه هم پاتې شوي دي چې ډېر يې له منځه وړل شوي.

د پنجوايي ولسوالي ځينې اوسېدونکي وايي، طالبانو له جګړې يوازې دومره وخت موندلی چې د خپلو دوولسو تنو جسدونه يې چې پکې د فراه نظامي مسوول ابوطلحه هم شامل دی، د دغې ولسوالي په ناخوني او ذلخان سيمو کې امانتي خښ کړي، خو په وړلو يې نه دې توانېدلي.

اوس د طالبانو د کوټې شورا له سره صليب څخه مرسته غوښتې چې د کندهار په ځينو ولسواليو کې د دوی د جګړه‌مارو پاتې جسدونه راټول او کوټې ته ولېږدوي.

په کندهار کې د سره صليب د ادارې مسوول ميرويس حنيفي سرخط ورځپاڼې ته وويل چې تر اوسه له ده څخه مخامخ طالبانو داسې کومه غوښتنه نه ده کړې.

دی وايي، دغسې پرېکړې په لوړه کچه کېږي او دوی ته بيا يوازې هدايت کېږي.

د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې لا هم د سرتېرو له خوا د طالبانو پر ضد عمليات روان دي، خو په دې وروستيو کې دغه عمليات د تېر په څېر توند نه، بلکې پڅ شوي دي چې لامل يې د خلکو په کورونو کې د طالبانو پټېدل بلل کېږي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې