پاکستان وايي، پر ډېورنډ کرښه يې ۸۳فيصده غنې ايښې
د پاکستان پوځ وايي، د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې يې پر دغه کرښه د اغزن تار ايښودو لړۍ چټکه روانه ده او تر اوسه د دغې کرښې په درې اتيا فيصده برخه اغزن تارونه درول شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خبره، تر راتلونکيو دوو مياشتو پورې به پر ټوله کرښه د اغزن تار دېوال ودرول شي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر يا ایايسپيار وايي، پر دغه کرښه به ترهګر له افغانستانه د دوی خوا ته ور اوښتل او په دې سربېره به ورباندې د نشهيي توکو قاچاقبر هم تېرېدل، خو تر دې وروسته به داسې نه کېږي.
دغه اداره وايي، په دوه زره اوولسم کال کې يې پر ډېورنډ کرښه د اغزنو تارونو د دېوال درول او پر دغه کرښه د پوستو جوړول پيل کړل چې پنځه سوه ميليونه ډالر مصرف پرې راغلی او په را روانو دوو مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
پر ډېورنډ د اغزنو تارونو دوه دېوالونه درول شوي چې هر يو يې درې مټره لوړ دی او بيا د دواړه دېوالونه په منځ څو مټره تشه ځای پرېښوول شوی دی چې په اغزنو سيمانو ډک دی او د دېوالونو پر سر هم د تېرو څوکو ازغن تارونه ايښوول شوي دي.
که څه هم پاکستان د ډېورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه مني، خو افغان حکومت او ولس بيا تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه خلک او خاوره د ځان بولي او تر اوسه يې دغه کرښه د پولې په توګه نه ده منلې.
0 نظرونه