پاکستانی کريکټر وايي دی سپين چرګ دی، افغان بالر ورباندې تېری کړی
پاکستاني کريکټر محمد عامر د پاکستان رسنيو ته ويلي دي چې افغان بالر نوين الحق ورباندې ملامت دی او دی سپين چرګ دی.
محمد عامر ويلي دي چې د سريلانکا په پريمېر لېګ کې د سيالو پر مهال نه ده نوين الحق ته تر ګل ترخه کړې او نه يې هم د افغانستان په اړه بده خوله خوځولې ده.
عامر وايي، نوين الحق ورباندې ملامت دی.
د ده په خبره، د لوبې پر مهال نوين الحق څو ځله پر ده وربلوسلي، غدار يې ورته ويلي دي او پسې ورته زياته کړې يې ده چې ته بايد پنځه کاله په زندان کې واچول شې.
تر اوسه د محمد عامر د دغو څرګندونو په اړه نوين الحق څه نه دي ويلي.
0 نظرونه