اردوغان بيا د فرانسې ولسمشر په غوږ وهلی
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان بيا د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون ته خوله ور اچولې او هغه يې د فرانسې لپاره ناروغي بللی دی.
فرانس پريس خبري اژانس وايي، اردوغان نن د جمعې په ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته رسنيو ته ويلي دي چې ماکرون د فرانسې لپاره يوه ناروغي ده، دغه هېواد يې له بدو ستونزو سره مخ کړی دی او دی دعا کوي چې د فرانسې ولس به نور له دغې بلا خلاص شي.
ترکيه له فرانسې سره د روم د بحيرې په ختيزه برخه او نگورنو کاراباخ سيمو کې ناندرۍ لري او همدا لامل دی چې د دواړو هېوادونو ولسمشران يو پر بل ورغورځي.
د ترکيې ولسمشر څه موده وړاندې ماکرون په ديني تعصب تورن کړ او بيا يې په ترکيه د فرانسې د توليداتو پېر او پلور بند کړ.
وروسته رجب طيب اردوغان د فرانسې ولسمشر لېونی وباله چې له امله يې فرانسې له ترکيې څخه خپل سفير هم وايست.
0 نظرونه