کرونا اوس هره ورځ لس زره تنه وژني
د نړۍ په کچه له تېرې اوونۍ راهيسې هره ورځ د کرونا وايرس له امله د مړو شويو کسانو شمېر تر لس زره اوړي او په دې توګه د کرونا له راپيدا کېدو تر اوسه پورې، دا د مرګ تر ټولو لوړه شمېره ده.
د نړيوالو شمېرو په اساس، له تېرې اوونۍ راهيسې د نړۍ پر بېلابېلو هېوادونو د کرونا دويمه څپه ورغلې ده او په هرو نهو ثانيو کې د يوه انسان ژوند اخلي چې په دې توګه هره ورځ د کرونا له امله د مړو شويو انسانانو شمېر لس، لس زره زياتېږي.
د ورکول شويو مالوماتو په اساس، له تېرو دوو مياشتو راهيسې کرونا په بېلابېلو هېوادونو کې تر پنځه سوه زره زيات کسان وژلي دي چې لويه برخه يې په امريکا او هند کې دي.
هلته د امريکا، بريټانيا، روسيې او چين حکومتونو اعلانونه کړي دي چې د کرونا ضد واکسين يې جوړ کړی او ملګرو ملتونو بيا د دغه واکسين عادلانه وېش ته د COVAX په نامه يوه اداره هم جوړه کړې ده.
0 نظرونه