د کندهار او هلمند د جګړو جنازې ولې پاکستان ته ځي؟
۱۴ قوس ۱۳۹۹ 191577 0 نظر سیدعبدالله پاچا

د کندهار او هلمند د جګړو جنازې ولې پاکستان ته ځي؟


طالبانو ډېر کله د ځان د سپیناوي پر مهال ویلي چې له دوی سره پاکستاني پوځیان او استخبارات جګړه کې نه شته او ټوله جګړه په کور دننه افغانانو باندې کوي.

 

له طالبانو سره د پاکستان د پوځ د متقاعدو افسرانو تر څنګ د سخت دریځو ډلو کسان هم شته، هغه ډلې چې د ای‌ایس‌ای مستقیم ملاتړ ور سره دی او په افغانستان او هند کې د جهاد په نوم د پاکستان د ګټو په تعقیب پسې دي.

خو له دې ټولو سره چې طالبان سپیناوی ورکوي، بیا هم ځینې جنازې نه پټېږي چې پر ډېورنډ کرښه، پر قاچاقي لارو باندې پاکستان ته ځي او بیا بېلابېلو سیمو کې یې په ځانګړو مراسمو د جنازو مراسم ادا کېږي.

دا د نن خبره نه ده، بلکې دا د طالبانیزم پروژې له پيل څخه دا بهیر پيل شوی او تر ننه دوام لري.

د هلمند له جګړې لسګونه جنازې پاکستان ته لاړې او هلته په ښکاره استخباراتي ملایانو پرې بیانونه وکړل او وژل شوي کسان یې د افغانستان د جګړې شهيدان وبلل.

 

تازه په کندهار کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوې ډلې برید کړی چې شل پاکستاني وسله وال پکې وژل شوي دي.

دا وسله وال کوم عادي کسان نه دي، بلکې دا د پاکستان د استخباراتو او پوځ روزل شوي کسان دي چې دلته د جګړې رهبري پر غاړه لري.

دا کسان د جګړې په لیکو کې د ملا او قاري په نوم جګړه کوي، خو په اصل کې د پنجاب پوځیان وي چې غواړي طالبان لا ډيرې جګړې ته وهڅوي، د لا ډېرو افغانانو د وژل کېدو قومانده ورکړي او د عامه ځایونو په ورانولو کې همکاري ورسره وکړي.

پنجاب چې د افغانانو ازلي دښمن دی، طالبانو ورته خپل کور کې ځای ورکړی او هره ورځ پرې خپل افغانان وژني او خپل وطن پرې ورانوي.

 

طالبان په څه وشرمېږي، ایا له پنجاب سره د افغانانو کومه ښه خاطره شته، کومه همکاري او کومه رشته لري، دا هر څه ښکاره دي چې پنجاب د افغانانو دښمن دی، خو طالبان بیا هم ورته ورور وایي او په کور کې ځای ورکوي چې بل ورور پرې ووژني.

په هلمند پسې د کندهار په جګړه کې لسګونه پنجابیان ووژل شول، چې بیا یې جسدونه له ډېورنډ کرښې هاغاړې یووړل شول.

د جسدونو تر څنګ ټپیان هم د پاکستان په بېلابېلو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او کله چې هم روغ شي، بیا یې د جګړې لیکو ته مارش کړي.

 

تر څو چې طالب د پاکستان په غېږ کې شپې کوي او پاکستان د طالب له اوږې پر افغانانو ډزې کوي، تر هغې به دا جګړه روانه وي او طالب به دې جګړې ته په سپین سترګۍ د جهاد نوم ورکوي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې