د پاکستان په پېنډۍ کې خونړۍ چاودنې تر اوسه ۹ تنه وژلي او ژوبل کړي دي
د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې رکشه بم چاودنه شوې چې تر اوسه پورې يې نهه تنه مړه او ټپيان کړي دي.
چاودنه نن ناوخته د پېنډۍ ښار په پيرودهايي سيمه کې په يوه رکشه کې د ځای پر ځای شوي ماين د چاودېدو له امله شوې ده.
د پېنډۍ د پوليسو وياند وايي، چاودنه خورا زوروره وه او له امله يې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او اووه تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دی.
دی وايي، د دوی لومړني مالومات ښيي چې په يوه رکشه کې بم ايښول شوی او ورسره د موټرو د ټايرونو چرې هم يو ځای شوې وې.
هلته بيا د پېنډۍ د هولي فېميلي روغتون ډاکټرانو د ځينو ټپيانو حالت ښه نه دی بللی.
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
2 نظرونه
فرمان الله
شنبه، ۱۵ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Replyفرمان الله
شنبه، ۱۵ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply