ايران وايي، که امريکا تېری وکړي، پر اماراتو حمله کوي
ايران ګوته څنډلې ده چې که امريکا د ايران پر ضد کوم اقدام وکړي، پر متحده عربي اماراتو به بريد وکړي.
د مډل ايسټ ای په نامه د منځني ختيځ يو خبري اژانس وايي، د ايراني ساينسپوه محسن فخريزاده تر وژل کېدو وروسته ايران د عربي متحده اماراتو وليعهد او د پوځ مشر محمد بن زايد النهيان ته زنګ وهلی او ورته ويلي يې دي چې که امريکا کوم تېری وکړي، د ايران حملې ته دې په تمه اوسي.
مډل ايسټ ای وايي، که څه هم د نيويارک ټايمز تر راپور وروسته په ډاګه ښکاري چې د ايران اټومي ساينسپوه محسن فخريزاده د اسراييلو استخباراتي شبکې موساد وژلی، خو وايي، ايران وېره لري چې ښايي ټرمپ به د سپينې ماڼۍ تر خوشې کولو مخکې، پر ايران کومه ټکه ور واچوي.
د خبري اژانس د راپور په اساس، ايران متحده عربي اماراتو ته ور ياده کړې ده چې که امريکا له اماراتو څخه د ايران پر ضد کوم اقدام وکړ، هماغه شېبه به پر عربي اماراتو بريد وکړي.
0 نظرونه