پاکستاني پوځ له پنجګوره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹تنه بلوڅان تښتولي
د بلوڅو ملتپالې ډلې وايي، د پاکستان پوځ د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د بلوڅو پر ضد عمليات کړي دي او په دغو عملياتو کې يې د دوو ښځو او ماشومانو په ګډون، له کليو څخه نهه تنه تښتولي او تري تم کړي دي.
دوی وايي، پوځ د پنجګور، د ګچک له توبې سيمې څخه يوه بلوڅه ښځه له ځان سره وړې او په دې سربېره يې له همدې سيمې دوه سړي هم تښتولي دي.
د تښتول شوې ښځې نوم بي بي مريم او د خاوند نوم يې دور محمد ښوول شوی دی.
په دې سربېره، پاکستاني پوځ له همدې سيمې د بي بي شاهپري په نوم يوه بله بلوڅه مېرمن، د هغې خاوند او څو اولادونه تښتولي دي.
له پنجګور څخه د پاکستاني پوځ له خوا د تازه تښتول شويو کسانو شمېر نهو تنو ته رسېږي چې تر اوسه د هيچا مړی ژوندی مالوم نه دی.
پاکستانی پوځ له کلونو راهيسې بلوڅ ملتپال ښځې او نارينه تښتوي چې بيا يې مړی ژوندی نه مالومېږي، خو وخته ناوخته د ځينو تښتول شويو کسانو له پېژندلو وتلي جسدونه يوه بله خوا موندل کېږي.
0 نظرونه