کرونا له پرون راهيسې ۶۶ پاکستانيان وژلي
پر پاکستان د کرونا وايرس دويمه څپه په غضب روانه ده او يوازې له پرون راهيسې يې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې شپږ شپېته تنه وژلي دي.
اوس مهال په پاکستان په کرونا اخته تر نهه څلوېښت زره زيات کسان په روغتونونو کې تر تداوي لاندې دي، خو هغوی چې په کورونو کې دي او معاينات يې نه دي کړي، ښايي شمېر يې تر دې ډېر لوړ وي.
د پاکستان د حکومتي سرچينو په خبره، په دغه هېواد کې اوس په کرونا د اخته شويو کسانو شمېر تر پنځه نيم ميليونه اوښتی او لا هم هره ورځ زرګونه تنه د کرونا وايرس وهي.
0 نظرونه