عربستان د اسراييلو الوتکو ته پر خپل اسمان د الوت اجازه ورکړه
سعودي عربستان د اسراييلو الوتکو ته اجازه ورکړې ده چې د دغه هېواد پر اسمان والوځي او د دوی پر سر تېرې شي.
رويټرز خبري اژانس وايي، د سعودي عربستان حکومت د امريکا د ولسمشر د ارشد سلاکار جیرډ کشنر په منځګړتوب پر خپل اسمان د اسراييلو د الوتکو پرېښودو ته سر خوځولی دی.
امريکايي چارواکيو رويټرز ته ويلي دي چې جیرډ کشنر سعودي ته په سفر کې دغه موضوع ياده کړې وه او عربستان هم ورسره منلې ده.
د امريکايي چارواکيو په خبره، اوس به د اسراييلو الوتکو ته لاره لنډه او لا اسانه شي چې پر متحده عربي اماراتو ورکښته شي او له هغوی سره خپلې سوداګريزې او نورې اړيکې لا ټينګې کړي.
څو ورځې وړاندې اسراييلي رسنيو خبر ورکړ و چې د دغه هېواد لومړی وزير بنيامين نتنياهو د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره ناببره سعودي ته تللی او دواړه هلته پنځه ساعته د سعودي د وليعهد مېلمانه ول.
د سعودي حکومت د نتنياهو ورتګ رد کړ، خو پر خپل اسمان يې د اسراييلي الوتکو د پرېښودو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه