په اواران او پنجګور کې د پاکستاني پوځيانو پر دوو قرارګاوو بريدونه شوي
نن د بلوچستان په اوران او پنجګور سيمو کې د پاکستاني پوځ پر دوو قرارګاوو درانه وسله وال بريدونه شوي چې مرګ ژوبله هم لري.
لومړی بريد د اوران په ګيشکور سيمه کې د پاکستاني پوځ پر قرارګاه شوی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي، لومړی د قرارګاه شاوخوا درنې چاودنې وشوې او وروسته له بېلابېلو خواوو ورباندې د سپکو او درنو وسلو بريدونه وشول.
هلته بيا د پنجګور په ګډګي اسانک کراس سيمه کې د پوځيانو پر يوه قرارګاه ورته بريد شوی دی.
په دواړو بريدونو کې پاکستاني عسکرو ته د مرګ ژوبلې خبره کېږي، خو تر اوسه د بريدونو مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.
0 نظرونه