امريکا د ايران د’ سپاه پاسداران‘ يو لوړپوړی قوماندان وژلی
عربي رسنۍ وايي، امريکايي الوتکو د عراق او سوريې تر منځ پر پوله د ايران د انقلاب د پارسدارانو يو لوړپوړی جنګي قوماندان چې سوريې ته روان و، ويشتی او له منځه وړی دی.
په لومړنيو ورکولو شويو راپورونو کې د دغه قوماندان نوم مسلم شهدان ښوول شوی دی.
له ده سره په موټر کې د سپاه پاسداران انقلاب درې نور جګړهمار هم سپاره و چې ټول وژل شوي دي.
دا د ايران لپاره بدې ورځې دي، ځکه د تېرې جمعې په ورځ يې د اټومي وسلو د پروګرام طراح محسن فخريزاده هم تهران ته څېرمه چا وويشت او وواژه.
د روان کال د جنوري په درېيمه نېټه امريکايي الوتکو د ايران د قدس د ځواکونو قوماندان د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه بمبار کړ.
0 نظرونه