ډګروال رښتيا درواغ ويل؛ نن د کندهار هلمند د لويې لارې د خلاصولو عمليات پيل شول
ولسمشر ته د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېيمې پلې لوا د قوماندان ډګروال ذبيح الله غورځنګ د دروغو ويلو په اړه د سرخط ورځپاڼې د راپور تر خپرولو وروسته، نن د کندهار هلمند تر منځ د غځېدلې لويې لارې د خلاصولو په موخه عمليات پيل شول.
د ارګ له خوا په خپره شوې يوه وېډيو کې ولسمشر د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېيمې پلې لوا قوماندان ډګروال ذبيح الله غورځنګ ته زنګ وهي، ولسمشر کندهار د افغانستان سياسي زړه، د لوی امپراتور، لوی احمد شاه بابا مېنه بولي او له ډګروال څخه مننه کوي چې هلته يې امنيت ټينګ کړی او طالب جګړهمار يې پر شا تمبولي، خو ښاغلی غورځنګ ورته د هغه ځای راپور د سيمې له وضعيت سره په ټکر کې ورکوي.
ډګروال غورځنګ ولسمشر ته ډاډ ورکوي چې د کندهار او هلمند تر منځ غځېدلې لاره پرانيستې، هر څوک ورباندې تلای شي او حالت ګل ګلزار ښيي، خو سرخط ورځپاڼه چې له بېلابېلو حکومتي سرچينو او د دغې سيمې له اوسېدونکيو پوښتې، حالت د ډګروال له خبرو سره کاملا په ټکر کې او لويه لاره د خلکو پر مخ تړلې ده.
د سرخط ورځپاڼې د همدې راپور تر خپرېدو وروسته نن د همدې لويې لارې د خلاصولو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الرحمن جواد سرخط ورځپاڼې ته وويل چې د هلمند کندهار د لويې لارې په نننيو عملیاتو کې يوولس تنو وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او درې کیلو مټره ساحه له طالبانو پاکه شوې ده.
دی چې د عملیاتو مشري هم په غاړه لري، وايي، د دغې لارې د عملیاتو په جریان کې د مکتب کنډک او یو شمېر نورې سیمې له طالبانو پاکې شوې او پنځه تنه جګړهمار يې هم وژل شوي دي.
د جواد په خبره، په دې سربېره په نننيو عملياتو کې شپږ وسله وال ژوبل شوي او دوه دېرش ماینونه يې هم د امنیه قومانداني د انجنیري ټیم له خوا کشف او له کاره ايستل شوي دي.
لا هم دغه لويه لاره د مسافرو پر مخ تړلې او هغه کسان چې ډېر مجبوره دي او له کندهاره هلمند او له هغې خوا کندهار ته راځي، د پخوا د دوو ساعتونو لار په پنځو ساعتو کې وهي او د طالبانو تر واک لاندې کليو او کوڅو له لارې منزل ته ځانونه رسوي.
مسافر وايي، د کندهار او کابل تر منځ غځېدلې لاره نه يوازې تړلې، بلکې پلونه يې الوځول شوي او تر سړک يې ماينونه هم لاندې دي.
له کندهار سره يوازې د هلمند لويه لاره د ناامنيو له امله نه ده تړل شوې، بلکې دې بل پلو ته يې د کندهار او روزګان تر منځ غځېدلې لويه لاره هم له مودو راهيسې د خلکو پر مخ تړلې ده.
سرخط ورځپاڼې ته د روزګان اوسېدونکيو ويلي دي چې د همدې لارې بندېدو له امله د خوراکي او نورو توکيو بيې لس چنده لوړ شوې دي او د دوی به خبره، حتا د سرتېرو رنجرو او ټانکونو ته تېل، له کابله په الوتکو کې ور وړل کېږي، خو د سيمې امنيتي چارواکي ولسمشر ته د دې ټولو ناورينونو، وړه يادونه هم نه کوي.
0 نظرونه