پاکستاني عسکرو په چمن کې پر عامو خلکو ډزې کړې
نن مازديګر د پاکستان سرحدي پوليسو د سپين بولدک دروازې ته څېرمه، تر کرښه پورې غاړه پر عامو خلکو ناتار ډزې کړې دي چې له امله يې يو ماشوم شهيد شوی او يوولس تنه نور ژوبل دي.
د سيمې اوسېدونکيو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې لومړی پوليسو پر لاره پر يوه روان کس د لرګيو بريد وکړ، خلکو چې هغه ځنې خلاصوه، کيسه تاوتريخوالي، وروسته مظاهرې او بيا ډزو ته ورسېده.
دوی وايي، د پاکستان د سرحدي پوليسو په ناتار ډزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه سرلاري ملا بهرام خوريی شهيد شوی او يوولس نور عام وګړي ژوبل دي.
په مظاهره کې خلکو هلته ځينو ودانيو ته هم اور اچولی دی.
0 نظرونه