ډګروال درواغ وايي؛ ذبيح الله غورځنګ ولسمشر ته د سيمې غلط مالومات ورکړل
ولسمشر تازه د ارګ په خبره؛ د "جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو" ته زنګونه وهل پيل کړي دي، خو ډګروالان او ډګرمنان له ولسمشر سره د خبرو پر مهال يا پر ځينو مهمو خبرو تله تېروي، يا دروغ ورته وايي او د هغه قيامت يادونه نه کوي چې د دوی په شاوخوا کې پر ولس را ټيت دی.
د جګړې په لومړۍ کرښه کې امنيتي او دفاعي چارواکيو ته د ولسمشر له دفتره د زنګ وهلو لړۍ خورا ګټور ګام دی، خو د چارواکيو له خوا ولسمشر ته دروغ ويل او هر څه سم ښوول، تر خيانت کم نه دي.
د ارګ له خوا په خپره شوې هغه وېډيو کې چې د "جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو" ته پکې ولسمشر زنګونه وهي، سرخط ورځپاڼې يوازې د يوه ډګروال خبرې د سيمې له اصلي وضعيت سره پرتله کړې چې کاملا سره په ټکر کې دي.
په دغه وېډيو کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېيمې پلې لوا قوماندان ډګروال ذبيح الله غورځنګ ته زنګ وهل کېږي، ولسمشر کندهار د افغانستان سياسي زړه، د لوی امپراتور، لوی احمد شاه بابا مېنه بولي او له ډګروال څخه مننه کوي چې هلته يې امنيت ټينګ کړی او طالب جګړهمار يې پر شا تمبولي، خو ښاغلی غورځنګ ورته د هغه ځای راپور د سيمې له وضعيت سره په ټکر کې ورکوي.
ډګروال غورځنګ ولسمشر ته ډاډ ورکوي چې د کندهار او هلمند تر منځ غځېدلې لاره پرانيستې، هر څوک ورباندې تلای شي او حالت ګل ګلزار ښيي.
دی ولسمشر ته "د ترخو د باغو کيسه" کوي او وايي، پر دغه لاره هيچا ته هيڅ ستونزه نهشته.
سرخط ورځپاڼې همدا نن مازديګر د دغې لويې لارې حالت له بېلابېلو حکومتي سرچينو او مسافرو پوښتلی، خو ټولو يې داسې کيسې کړې دي چې د ډګروال له خبرو سره د اسمان او ځمکې توپير لري.
سرخط ته په سيمه کې خلکو ويلي چې له يوې اوږدې مودې راهيسې د کندهار او هلمند لاره بنده شوې او لا هم همداسې تړلې پاتې ده.
دغه لاره د هلمند له دوه لارې نيولې د لښکرګاه تر ښاره د خلکو پر مخ تړلې ده.
ځينې مسافر چې اړ دي له کندهاره هلمند او له هغې خوا کندهار ته راشي، د پخوا د دوو ساعتونو لار په پنځو ساعتو کې وهي او د طالبانو تر واک لاندې کليو او کوڅو له لارې منزل ته ځانونه رسوي.
مسافر وايي، د کندهار او کابل تر منځ غځېدلې لاره نه يوازې تړلې، بلکې پلونه يې الوځول شوي او تر سړک يې ماينونه هم لاندې دي.
له کندهار سره يوازې د هلمند لويه لاره د ناامنيو له امله نه ده تړل شوې، بلکې دې بل پلو ته يې د کندهار او روزګان تر منځ غځېدلې لويه لاره هم له مودو راهيسې د خلکو پر مخ تړلې ده.
سرخط ورځپاڼې ته د روزګان اوسېدونکيو ويلي دي چې د همدې لارې بندېدو له امله د خوراکي او نورو توکيو بيې لس چنده لوړ شوې دي او د دوی به خبره، حتا د سرتېرو رنجرو او ټانکونو ته تېل، له کابله په الوتکو کې ور وړل کېږي، خو د سيمې امنيتي چارواکي ولسمشر ته د دې ټولو ناورينونو، وړه يادونه هم نه کوي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
دوشنبه، ۱۰ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply