امريکا په افغانستان کې لس پوځي اډې خوشې کړې
د هغه تړون په اساس چې سږ کال امريکا له طالبانو سره په قطر کې لاسيک کړ، متحده ايالاتو تر اوسه په افغانستان کې خپلې لس پوځي اډې خوشې کړې دي.
د کندهار او ننګرهار په پوځي اډو کې هم د امريکايي سرتېرو شمېر کم، خو په ځينو سيمو کې يې خپلې اډې پر مخ تړلې دي.
واشنګټن پوسټ د امريکايي چارواکيو له خولې وايي چې امريکا په افغانستان کې خپلې ځينې پوځي اډې پر مخ خوشې کړې، خو ځينې کمې يې افغان سرتېرو ته ور خوشې کړې دي.
د سرچينې د خبر په اساس، په روزګان کې د ترينکوټ، په هلمند کې د بست، په لغمان کې د ګمبيري او په پکتيا کې د لايټننګ په نوم اډې افغان سرتېرو ته ورپرېښوول شوې دي.
خو په کندوز کې د جونز، په ننګرهار کې د الينګار، په بلخ کې د شاهين، په فارياب کې د ميمنې او په زابل او کابل کې د امريکايانو اډې همداسې خوشې کړل شوې دي.
په دې سربېره، په ننګرهار او کندهار کې د امريکا په پوځي اډو کې د سرتېرو شمېر کم شوی، خو ټولې اډې په داسې توګه خوشې کړل شوې دي چې که کوم وخت بېرته ورته امريکايي سرتېري راځي، نو د استفادې وړ به وي.
0 نظرونه