ايران د خپل اټومي ساينسپوه د غچ خبره کوي
د ايراني مذهبي مشر ايت الله علي خامنهيي د دغه هېواد پر حکومت غږ کړی دی چې ژر دې د ايران د وژل شوي اټومي ساينسپوه محسن فخريزاده غچ واخلي.
خامنهيي ويلي دي چې د فخريزاده وژل کېدل دې بابېزه نه بلل کېږي، بلکې پلټنه دې وشي او له هغه چا دې غچ واخيستل شي چې دغه کار يې کړی دی.
محسن فخريزاده د ايران اټومي ساينسپوه و چې د ډېرو په باور د دغه هېواد د اټومي وسلو جوړولو طراح همدا کس و.
دی تېره شپه تهران ته څېرمه په خپل موټر کې ووژل شو.
هلته بيا نن د ايران ولسمشر حسن روحاني د فخريزاده په وژل کېدو اسراييل پړه بللي دي.
که څه هم داسې باور دی چې د فخريزاده په وژل کېدو به د ايران د اټومي وسلو درلودو ارمان زيانمن شي، خو د دغه هېواد د اټومي ادارې مشر علي اکبر صالحي وايي، د فخريزاده وژنه به د ایران د اټومي پروګرام چارې اغېزمنې نه کړي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
شنبه، ۸ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply