بلوڅ وسلهوال وايي، په سيوۍ کې يې پاکستاني پوځيان ځپلي
د بلوڅو ملتپاله وسلهواله ډله بلوچ ليبرېشن ارمي وايي، سرتېرو يې د بلوچستان په سيوۍ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه قرارګاه ناتار بريدونه کړي او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
د دغې ډلې وياند جييند بلوڅ سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې سرتېرو يې دغه بريد نن د سيوۍ په کروموډ سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوه قرارګاه کړی دی.
دی وايي، د بريد پر مهال يې سرتېرو د پوځ قرارګاه په سپکو او درنو وسلو ويشتې او تر څو ساعته پورې د دواړو لوريو تر منځ پر قرارګاه جنګ و.
د ده په خبره، په بريد کې د دوی لوري ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، خو پاکستاني پوځيان يې له پښو غورځولي او وژلي دي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.
1 نظرونه
Farman mukhlis
شنبه، ۸ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply