د ايران د اټومي وسلو د پروګرام طراح ترور شو
ايراني چارواکي وايي، د دغه هېواد وتلی ساينسپوه چې ګمان کېده د ايران د اټومي وسلو جوړولو د پروګرام طراح و، نن ماخوستن تهران ښار ته څېرمه وژل شوی دی.
د ايراني چارواکيو په خبره، محسن فخريزاده نن ماخوستن په خپل موټر کې سپور و چې ناپېژاندو وسلهوالو ورباندې بريد وکړ، مرګونی ژوبل شو او په روغتون کې يې ساه وخته.
په نړۍ کې د ايران دغه ساينسپوه د ايران د اټومي وسلو د پروګرام طراح او ماسټر ماينډ بلل کېده.
فخري زاده څوک و؟
دوه کاله وړاندې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو اعلان وکړ چې د هېواد امنيتي ځواک يې توانېدلی دی چې د ايران د اټومي وسلو ذخيرې ولوټي او په راز يې پوه شي.
بنيامين نتنياهو په هماغو خبرو کې د فخريزاده نوم واخيست او ويې ويل، محسن فخريزاده، دغه خبرې مې په ياد لره!
هماغه فخريزاده نن د تهران ښار ته څېرمه ترور او ووژل شو.
فخريزاده په ايران او نړۍ کې د يوه پياوړي اټومپوه په توګه پېژندل کېده او په همدې سترګه ورته کتل کېدل.
په دوه زره لسم کال کې د جرمني ډېر سپيګل ورځپاڼې په هغو اسنادو کې چې ښووه يې ايران په پټه اټومي وسلې جوړوي، د دوو تنو نومونه ياد کړي ول، يو يې د ايران د ساينس وزير کامران دانشجو او بل يې محسن فخريزاده و.
دی په نولس سوه يو شپېتم کال په قم کې زېږېدلی و، خو په اتيايمو کالو کې خورا مشهور شو.
د فخريزاده مړينه د ايران د انقلاب پر پاسدارانو سوالونه را ولاړوي چې حتا نه شي کولای، خپل مهمترين کسان خوندي وساتي.
0 نظرونه