منظور پښتون هم د وطن يا کفن غږ پورته کړ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نن په چمن کې ناڅاپي د خلکو په يوه لويه جلسه کې راڅرګند شو او د کرښې له دواړو غاړو ورته را يو ځای شويو پښتنو افغانانو ته يې وينا وکړه.
تمه نه کېده چې منظور پښتين به دغې جلسې ته راځي، ځکه له يوې خوا هغه په کراچۍ کې بوخت او له بلې خوا د پاکستان پوځ او استخباراتو دغې جلسې ته د منظور مخه نيوه، خو څو چې استخبارات خبرېدل، هغه چمن ته رسېدلی و.
منظور پښتين په دغه جلسه کې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو پر وژلو نيوکې وکړې او د پاکستان پوځ او استخبارات يې وګواښل چې که له دغو وژنو لاس وا نه خلي، تاوان به وکړي.
منظور پښتين وويل؛ د ټولو هغو کسانو پوښتنه به کوي چې پاکستانيانو تښتولي او تري تم کړي دي.
ده په خپلو خبرو کې په ننګرهار او تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د پاکستان د ظلم او ترهګري د ځينو پېښو يادونه وکړه او پسې زياته يې کړه چې اوس پښتانه را پورته شوي، ميدان ته را غلي او پر شا نه ځي.
ده وويل؛ وطن يا کفن يې شعار دی او تر هغه وخته به نه پر شا کېږي، تر څو يې له پاکستانه حساب نه وي اخيستی او د پښتنو پر خاوره يې امن نه وي راوستی.
منظور پښتين وويل، اوس د پښتنو په کوڅو کې پردي ولاړ وي او له پښتنو پوښتنې کوي چې څوک يې او له کومه راغلی يې، خو په خبره يې، هغه وخت نږدې دی چې پښتانه به د همدې خلکو په کوڅو کې ولاړ او بيا به له دوی څخه د چېرته ځې او له کومه راځې پوښتنې کوي.
0 نظرونه