په تشناب کې تر کامرو وروسته؛ پاکستان په زندان کې مريم نواز ته د موږکانو څټلي خواړه ورکول
د پاکستان د مسلم لېګ ن ډلې مرستياله مشره او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور وايي، پاکستاني چارواکيو په زندان کې هغه خواړه ورکول چې موږکانو به خوړلي او ورڅخه پاتې شوي ول.
دې له رسنيو سره په يوه نارسمي ليدنه کې ويلي، د پاکستان زندانونو ته دې خدای د چا دښمن هم نه ور ولي.
د مريم نواز په خبره، له يوې خوا سخته لوږه وه او له بلې خوا به يې ښه ليدل چې پر خواړو موږکان ګرځي او بيا دې ته ور کول کېږي.
دا وايي، وچه ډوډۍ او ځينې درمل به هم داسې ورکول کېدل چې چڼاسې به يې کړې وې.
تر دې وړاندې مريم نواز ويلي و چې پاکستاني چارواکيو ورته په تشناب کې کامرې هم لګولې وې او داسې ښکارېده چې لوڅې وېډيوګانې يې جوړېږي.
0 نظرونه