د بلوچستان په زامران کې پر پاکستاني پوليسو چاودنه شوې
د بلوچستان په زامران سيمه کې د پاکستاني پوليسو پر يوه موټر پر سړک خښ شوی ماين ورچاودېدلی چې له امله يې هم په موټر کې سپاره سرتېري مړه شوي هم موټر ويجاړ شوی دی.
له سيمې څخه په تر لاسه شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې چاودنه د زامران په ګونجتو سيمه کې شوې.
د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د پاکستاني پوليسو دغه موټر هر ګزمه وتلی و چې پر خښ شوي ماين ختلی دی.
تر اوسه د پېښې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی، خو په بلوچستان کې دغسې چاودنې د بلوڅو ملتپالې ډلې کوي.
0 نظرونه