د فرانسې ولسمشر پر مسلمانانو کړۍ نوره هم تنګه کړه
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په هغه هېواد کې پر مسلمانانو کړۍ نوره هم تنګه کړې ده او ژر به پر مسلمانانو د نويو بنديزونو لپاره يو منشور خپور کړي.
د جمهوري ارزښتونو د منشور په نوم، په دغه منشور کې پر مسلمانانو بنديز لګول شوی دی چې هيڅوک نه شي کولای په جوماتونو کې د حکومت له خوښې پرته امام وټاکي، يا لمونځ پسې وکړي.
د نوي منشور په اساس، له فرانسې څخه د باندې مسلمانان نه شي کولای په فرانسه له شته مسلمانانو سره راشه درشه ولري او په دې سربېره، هيڅ مسلمان حق نه لري چې اولادونو ته په کور کې اسلامي زدهکړې ورکړي.
د مسلمانانو اولادونه به ښوونځيو ته ځي، خو ځانګړي کارټونه به لري او په دې سربېره به يې هره ورځ ښوونځي تګ او د تګ لاره څارل کېږي.
د نوي منشور په اساس، هغه مسلمانان چې اولادونه د فرانسې ښوونځيو ته نه لېږي، شپږ مياشتې به زندان ته اچول کېږي، درنه جريمه به پرې کوي او که کوم مسلمان د دين په نامه له بل چا سره جنجال وکړ، سزا يې تر بدو بتره ده.
په فرانسه کې له تېرې څه مودې راهيسې د مسلمانانو پر ضد کرکه ډېره شوې چې سرچينه يې د اسلام د سپېڅلي پيغمبر حضرت محمد ص له سپکاوي څخه واخيسته.
0 نظرونه