افغان مېرمنې؛ سوله غواړو، خو نه د خپلو حقونو په بيه
د بېلابېلو ادارو او بنسټونو په استازيتوب، شاوخوا شپېته افغانې مېرمنې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې راټولې شوې او د سولې په روانه پروسه کې يې په خپلې ورکې ونډې پسې غږ پورته کړ.
په دوبۍ کې د افغان مخکښو مېرمنو د سولې دغه پنځه ورځنۍ غونډه د افغانستان د ښځو شبکې او ټولشموله سولې لپاره د افغانستان مېکانيزم له خوا جوړه شوې وه.
د غونډې جوړوونکي دغه پنځه ورځنۍ غونډه بېسارې او تاريخي بولي، ځکه په خبره يې، په دغو پنځو ورځو کې افغان مېرمنې تر اوږدو بحثونو وروسته د سولې په اړه ګډ دريځ ته رسېدلې دي.
په غونډه کې د افغان مېرمنو لويه غوښتنه له مدني ټولنې سره پياوړې اړيکې او د سولې په روانه پروسه کې، د تصميم او پرېکړې نيولو په برخه کې، د مېرمنو حضور و.
د غونډې په وروستۍ ورځ د افغان مېرمنو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې افغان مېرمنې د يو بل تر خوا ولاړې دي او په يوه غږ خپل پيغام تر نړۍ رسوي.
مېرمنو په دغه پنځه ورځنۍ غونډه کې پر دستي اوربند، دايمي سولې، د جګړې د قربانيانو د حقونو د خونديتوب، عدالت، له افغانستان سره د سيمې او نړۍ په کچه د شويو وعدو ساتنه، ډيموکراسي او د ښځو د اساسي حقونو په ورکولو ټينګار کاوه.
د غونډې يوه ګډونواله او د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون مخکېنۍ مشره سېما سمر وايي، هر څومره چې د سولې په خبرو کې د ښځو شمېر زيات وي، په هماغه اندازه به پر طالبانو فشار زياتېږي چې د افغانستان نوي واقعيتونه ومني.
له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان له لوري، د يو ويشتو کسانو په ډله کې يوازې څلور يې ښځې دي، خو د طالبانو په مرکچي پلاوي کې بيا هيڅ ښځه نه شته.
په قطر د سولې په اړه دغه خبرې له څه باندې دوو مياشتو راهيسې روانې دي، خو تر اوسه لا ښکېل لوري په کاري اصولو هم جوړ نه دي راغلي.
افغانې مېرمنې وايي، د سولې سستې پروسې او په هېواد کې د ناامنيو ډېرېدو اړې کړې چې دوبۍ ته د خپل غږ پورته کولو لپاره لاړې شي.
دوی وايي، سوله غواړي، خو اندېښمنې دي چې د دوی حقونه د سولې قرباني نه شي.
0 نظرونه