ايمن الظواهري په غزني کې مړ شوی
تر اوسامه بن لادن وروسته د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري د افغانستان په غزني ولايت کې د نهه شپېته کالو په عمر مړ شوی دی.
د ده د مړينې لامل د سږو ناروغي ښوول شوې، خو د مړينې دقيقه نېټه يې چا نه ده په ګوته کړې.
عرب نيوز ته څلورو افغان او پاکستاني استخباراتي چارواکيو د نوم له نه ښوولو پرته ويلي دي چې الظواهري نور نه شته.
د القاعده شبکې يوه ژباړونکي ويلي دي چې الظواهري په همدې مياشت کې په غزني کې مړ شو، خو د هغې سيمې نوم يې نه دی ښوولی چې دی پکې اوسېده.
هلته بيا يوه پاکستاني لوړپوړي امنيتي چارواکي هم منلې چې د دوی مالومات ښيي چې الظواهري نور په نړۍ کې نه شته.
په افغانستان کې د القاعده يوې نږدې سرچينې هم ويلي چې هغه مړ شوی او په جنازه کې يې ډېرو لږو کسانو برخه اخيستې وه.
د ايمن الظواهري مړينه به د القاعده لپاره لويه تشه وي چې په اسانۍ به يې ډکه نه شي کړای، ځکه د دغې شبکې دوه مخکښ کسان چې د الظواهري تشه يې ډکولای شوای، دواړه تر دې مخکې وژل شوي دي.
دغه کسان يو يې، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن و او بل يې ابو محمد المصري و چې سږ کال په ايران کې ووژل شو.
0 نظرونه