علي وزير وايي، پاکستان کرونا د هدفي وژنو په توګه کاروي؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاری علي وزير د پاکستان د لبيک تحريک د مشر تر ناڅپي مړينه وروسته پوښتنه کوي چې پاکستان خو به کرونا د هدفي وژنو پر ځای، د هماغه هدف لپاره نه کاروي؟
علي وزير ويلي دي چې دوه پوښتنې ورته پيدا شوې، لومړی دا چې د لبيک تحريک مشر ملا خادم رضوي سبا د جمعې په ورځ په وينا کې کومې خبرې کولې؟
د علي وزير دويمه پوښتنه دا ده چې د رضوي ناڅاپي مړينې ته په کتو؛ پاکستان خو به کرونا د هدفي وژنو پر ځای اوس نه کاروي؟
د پاکستان د ليک تحريک مشر ملا خادم رضوي نن ماښام ناڅاپه ومړ.
دی د تېرې يکشنبې په ورځ په يوه پراخ لاريون راوتلی و او د پاکستان له حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه چې پيغمبر ته د سپکاوي له امله دې، د فرانسې سفير له دغه هېواده وشړي.
وروسته د لاريون له منځه خادم رضوي تري تم شو، ځينو ويل چې تښتول شوی، ځينو ويل، د پاکستان استخباراتو نيولی او د لبيک تحريک ځينو غړيو بيا ويل، هغه د پېندۍ په کوم ناڅرګند ځای کې دی، اما څه شي روښانه دي، هغه دا دي چې روغ جوړ ملا رضوي، نن ماښام تر دنيا تېر شو.
د لبيک تحريک يو سرلاری پير اعجاز اشرفي وايي، رضوي په نمونيا اخته و، خو د پاکستان د شيخ زايد روغتون ډاکټران بيا وايي، ملا رضوي مخکې له دې چې دوی ته ورسېږي، ساه يې ختلې وه.
0 نظرونه