عمران خان؛ که بل څه خدمت وي، هم وواياست
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، پاکستان تر بل هر هېواد زيات په افغانستان کې سوله غواړي او پاکستانيان په دې پوهېږي چې افغانان هم د سولې تږي دي.
عمران خان له ولسمشر غني سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، له تېرو پنځوسو کالو راهيسې يې افغانستان ته د راتلو ارمان پر زړه و چې پوره شو.
د ده په خبره، د سولې په برخه کې پاکستان له افغانستان سره خپل اخلاص کړی، لومړی يې طالبان له امريکا سره خبرو ته کښېنول او اوس يې د افغانستان له حکومت سره هم کښېنول.
ده ولسمشر غني ته وويل، که څه بل خدمت وي، ووايه.
په دغه غونډه کې ولسمشر غني، عمران ته هرکلی ووايه او پسې زياته يې کړه چې د افغانستان او پاکستان ګټې شريکې دي.
ولسمشر وويل، جګړه د هيځ ستونزې حل نه دی او بايد يو بل ته لاس ورکړو چې له ستونزو ووځو.
ولسمشر غني، د عمران خان هغه بلنه هم ومنله چې دی يې پاکستان ته ور وغوښت.
1 نظرونه
فرمان الله
یکشنبه، ۲ قوس ۱۳۹۹پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply