ملا عمر څوک و او پاکستانيانو ولې وواژه؟
ملا محمد عمر بلوڅ د لوېديز او ختيز بلوچستان يو تر ټولو جنجالي کس و چې هم بلوڅ ورباندې تېروتي و، هم د بلوڅو دښمن و، ايران خپل دښمن او پاکستان دوست باله، خو بېرته د پاکستان له خوا ووژل شو.
دی د جيش العدل مشر و او د ايران پر ضد يې جګړه کوله، خو په عين حال کې د پاکستاني استخباراتو د باور کس و او په بلوچستان کې يې بلوڅان هم د پاکستان لپاره وژل.
د پاکستان استخباراتو ده ته د بلوڅو د وژلو په بدل کې ځای ورکړی و او ساته يې، خو تېر ماښام ورباندې د پاکستان سرحدي پوليسو او استخباراتو د ټوپکو شاجورونه تش کړل.
د بلوچستان په کيچ سيمه کې د ملا عمر پر موټر د پوليسو په بريد کې د هغه دوه زامن هم وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، له مازديګره پوليسو او استخباراتو په سيمه کې ګزمې کولې او چې څنګه يې هم د ملا عمر موټر وليد، بريد يې ورباندې وکړ.
تر دغه بريد وړاندې څو ځله د پاکستان استخباراتو دی خپلو مرکزونو ته ورغوښتی و، خو ملا عمر پوهېده، ځکه يې له ورتلو ډډه کوله، اما ماښام چې له زامنو سره تښتېده، ټول ووژل شو.
ملا عمر بلوڅ څوک و؟
په دوه زره ديارلسم کال کې يو سهار وختي د بلوچستان ايالت له تربت سيمې شپېته کيلو مټره هاخوا پر کلاهي کلي بريدونه وشول، وروسته چې مالومه شوه د ايران بېپيلوټه الوتکو د ملا عمر کور موندلی او بريد ورباندې کړی و.
په دغه بريد کې د ده يو کشر زوی ووژل شو.
وروسته د پاکستان استخباراتو دی له هغې سيمې وايست او د تربت په سټلايټ ټاون کې يې کور ورکړ، خو په بدل کې يې ملا عمر له پاکستاني استخباراتو سره د بلوڅو ملتپالو وژلو ته لاس يو کړ.
تر هغه وروسته دی د ايران له حکومت څخه ورک او په بلوچستان کې د پاکستان مېلمه شوه.
ملا عمر له کومه راغلی و؟
ملا عمر بلوڅ د ايران تر ولکې لاندې بلوچستان اوسېدونکی و. دی په لومړيو کې د ايران د حکومت پر ضد د جيش العدل يو قوماندان و، خو وروسته له هغه خونړی شو چې د ايران حکومت يې ورور په دار وځړاوه.
په دوه زره شپږم کال کې چې ايراني حکومت د سپاه رسول الله ډلې مشر ملا ملوک وواژه، ملا عمر د دې ډلې مشر شو او بيا وروسته د عبدالمالک ريکي د جند الله ډلې غړی شو.
په دوه زره لسم کې چې ايران عبدالمالک ريکي په دار وځړاوه، جند الله سره ووېشل شو او ملا عمر د جيش العدل مشر شو.
داسې راپورونه هم شته چې ملا عمر له حاجي حسن ايراني سره په ګډه، د پاکستان لپاره د هند پر ممبيي بريدونه کړي ول.
په دې سربېره، هندی جاسوس کلبهوشن هم د ملا عمر له خوا تر تښتول کېدو وروسته د پاکستان استخباراتو ته سپارل شوی و.
خو د دې هر څه په پای کې؛ څو ورځې وړاندې د پاکستان او ايران تر منځ ناسته شوې وه چې پکې دواړو غاړو له يو بل څخه د خپلو دښمنانو د نيولو او وژلو غوښتنې کړې وې.
همدا و چې پاکستان ملا عمر بلوڅ تېر ماښام له خپلو دوو اولادونو سره غلبېل کړ او ايران ته يې خپله وفاداري ثابته کړه.
0 نظرونه