ډاکټر الله نذر بلوڅ؛ د پاکستان پر ضد د هر هېواد مرسته غواړو
د بلوڅو ملتپال مشر ډاکټر الله نذر بلوڅ وايي، بلوڅان حق لري چې د پاکستان د استبداد پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ له هر هېواد څخه مرسته واخلي، خو وايي، تر اوسه چا لاس نه دی ورکړی.
بلوڅ وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال بابر افتخار تور پورې کړ چې هند د افغانستان په مرسته له بلوڅ وسلهوالو سره مرسته کوي.
د ډاکټر الله نذر بلوڅ له خوا سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې بلوڅان د دې حق لري چې د پاکستان پر ضد د هر هېواد مرسته واخلي، خو وايي، له بده مرغه تر اوسه هيچا لاس نه دی ورکړی.
دی وايي، که بلوڅو ته افغانستان يا هند لاس ورکړی وای، حالت به اوس بل ډول وای.
د ډاکټر بلوڅ په خبره، هند بنګال ته لاس ورکړ، ډېر پخوا يې ازادي واخيسته، خو له بلوڅو سره څوک کمک نه کوي.
د ده په خبره، اوس بلوڅو په تش لاس هم د پنجاب عسکر په ګونډو کړي، خو که څوک لاس ورکړي، په لنډ وخت کې به بلوچستان له پاکستانه بېل وي.
الله نذر بلوڅ وايي، نړۍ او ملګري ملتونه بايد وپوهېږي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله په توربخون ليسټ کې شامل دی او په دې اساس، بلوڅان د ترهګرو پر ضد د ازادي جګړه کوي.
0 نظرونه