د حکومت له بې‌غورۍ؛  لوبې هم ناروا شوې
۲۴ میزان ۱۳۹۷ 177071 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د حکومت له بې‌غورۍ؛ لوبې هم ناروا شوې

وړمه شپه عجيبه وه، د اماراتو په شارجه کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي د کريکټ په تاريخ کې له نړيوالو لوبغاړو سره ريکارډونه برابرول، خو له بل لوري په کابل کې د يوه بل نړيوال افغان اتل احمد ولي هوتک پر جبين او بدن د چاکوګانو بې رحمه ګوزارونه کېدل.

دا يوازې د وړمې شپې کيسه نه ده، دا د افغانستان په لږ تر لږه معاصر تاريخ کې د هرې شپې کيسه ده، دښمن مو هومره شرير، هومره سپک، هومره بد او بې‌غيرته دی چې له هرې لارې هڅه کوي زموږ د شان او نښان د لوړېدو مخه ونيسي او د زرګونو کلونو د سردار او واکمن افغان د بيا را جګېدو مخه ونيسي.

په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې په بېلابېلو نومونو او بېلابېلو شعارونو د افغان جنتي وطن هډونه ماتېږي، ګلان يې رېبل کېږي او د شان او شوکت برجونه يې نړېږي.

تر ټولو جالبه دا ده چې افغانان داسې يو ټبر دی چې په ميدان ګټلو کې له هيچا د شا ته کېدو حالت نه شي زغملای او په هره برخه کې چې هسې لږ فرصت په لاس ورغلی، د بريا هسکو ته رسېدلی او نړيوالو ته يې ځان ور ښوولی دی.

په وروستيو کې چې د لوبو په برخه کې د افغانستان د ملي اتلانو کارنامې په حيرانوونکي ډول په زياتېدو دي، دې كار هم د افغان خاورې لعين دښمن وارخطا کړی او هڅه کوي دا ځل د افغانستان ملي اتلان هم د بريا کهکشان ته له رسېدو را وګرځوي او پرې نه ږدي چې افغانان پرې ووياړي.

وړمه شپه د کريکټ ملي لوبډلې ځوان توپ وهونکي حضرت الله ځاځي په ۱۲ توپونو د تر ټولو چټکې پنځوسيزې او په يوه اوور كې د شپږو شپږيزو وهلو نړيوال ريكارډونه جوړ كړل.

د کريکټ په غوره لېګ كې د كابل لوبډلې په ګټه لوبېدونكي دغه لوبغاړي د بلخ لوبډلې پر وړاندې په ۱۲ توپونو پنځوسيزه پوره كړه.

نوموړي د عبدالله مزاري په يوه اوور کې شپږ شپږيزې هم ووهلې. مخكې د هند يوراج سينګ او د ويسټ انډيز کريس ګېل هم په ۱۲ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې وې، يوراج سينګ په يوه اوور کې د شپږو شپږيزو وهلو ريکارډ هم لري او د جنوبي افريکا هرشل ګېبز هم توانېدلى چې په يوه اوور کې شپږ شپږيزې ووهي، خو افغان حضرالله ځاځى چې نوى دغه ډګر ته را ستون شوى، وكولاى شول په كم عمر له مهمو نړيوالو ريكارډونو سره ځان برابر كړي.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې شپه په کابل کې د افغانستان د ازادو سياليو يا فري فايټ د اتل احمدولي هوتک پر وجود د شرير دښمن له لوري د کرکې ګوزارونه کېدل.

پر هوتك هغه مهال بريد وشو چې له يوې مېلمستيا خپل کور ته روان و. د هوتک مطبوعاتي سلاكار سميع الله پام وايي، لومړى د هغه پر موټر ډزې شوې او وروسته په چاکوګانو وهل شوى دى.

د پام په خبره، هوتك اوس مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دى. نوموړي د ياد افغان اتل روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او په وينا يې، هوتك له چا سره شخصي دښمني نه لري.

د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمك امنيتي ځواکونو ته دنده سپارلې چې د پېښې پلټنه وکړي، عاملين يې ومومي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

هوتک د يکشنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي وو چې په امريکا کې له پنځه مياشتني تمرين وروسته د راتلونكې جمعې په ورځ په مسکو کې له خپل روسي سيال مکسيم شچېکين سره د سيالي ميدان ته وځي.

ټاكل شوې وه د فري فايټ يا ازادې سيالي دغه افغان اتل د دې شپې په سبا روسيې ته تللی وای.

دا لومړی ځل نه دی چې پر ځانګړي ډول په افغان لوبغاړو او ورزشکارانو بريدونه کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم دغه ډول ډېرې پېښې ليدل شوې دي.

په ننګرهار کې څو ځله د کريکټ لوبې په لوبغالي کې ماينونه والوځول شول. تېر کال چې په کابل کې د شپږيزه په نوم د کريکټ ليګ سيالۍ روانې وې، د لوبغالي په دروازه کې چاودنه وشوه او په يو ډول يې د دغو سياليو رنګ او خوند پيکه کړ.

له دې دا څرګندېږي چې زموږ دښمن څومره ذليل، رزيل او بې غيرته دی چې په لوبغاړو هم رحم نه کوي، غواړي هغوی هم ووژني او افغانان له دې پاتې يوازېنۍ خوښي هم بې برخې کړي، خو دوی بايد پوه شي چې افغانان يو ځل بيا خپل پخواني برم ته ور ګرځېدونکي دي او دغه ډول هڅې به هيڅکله هم د افغانانو د شان او شوکت ګړندی کاروان تم نه کړای شي.

خو حکومت هم په دغه برخه کې پړ دی.

پر هوتک د پوليسو حوزې ته څېرمه بريد شوی، خو بريدګر سرې سترګې د پېښې له ځايه تللي دي.

کابل په تېره لسيزه کې تر بل هر وخت زيات ناامن شوی دی. د هيچا سر پکې خوندي نه دی او پر هوتک غوندې کسانو بريدونه خو لا د خلکو زړونه ښويوي.

که حکومت پر ځان رحم کوي، لږ تر لږه په کابل کې دي چې د دغسې لوپريو او لنډه‌غريو مخه ونيسي. دغسې خپل‌سرۍ نه يوازې پر حکومت د خلکو باور له منځه وړي، بلکې واړه مجرمان هم بيا جرات پيدا کوي او که حالت همداسې روان وي، سبا به نه پانګه‌وال دلته اوسېدو ته زړه ښه کوي، نه به زموږ هغه ځوانان په وطن کې پاتې کېدل غواړي چې په روزلو يې کلونه خوارۍ شوې دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې