نن کابل او ننګرهار د لوبې ډګر ته وځي
۱۷ میزان ۱۳۹۷ 159457 0 نظر sarkhat.af

نن کابل او ننګرهار د لوبې ډګر ته وځي

د افغانستان د کرېکټ په غوره ليګ يا اې‌پي‌اېل کې نن کابل او ننګرهار د لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه د کابل په وخت د ماخوستن په اتو بجو او دېرش دقيقو پيلېږي. دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلې، خو دويمې يې بايللې دي او دواړه په جدول کې دوه دوه نمرې لري.

له بل لوري بلخ لوبډلې بيا خپلې دواړې لوبې ګټلې او د جدول په سر کې ده. کندهار دواړه لوبې بايللې دي او پکتيا يوه بايللې او يوه ګټلې ده.

پرون د دغه ليګ د دمې ورځ وه او کومه لوبه ترسره نه شوه.

د افغانستان د کرېکټ په غوره ليګ کې چې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې ترسره کېږي، ټولې ۲۳ لوبې کېږي او د روانې ميلادي مياشتې تر ۲۱مې دوام کوي.

 

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

ملي لوبغاړي محمد نبي له نادارو سره مرسته کړې

Apr 24, 2021 29

د کرکيټ د ملي لوبډلې غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي په کابل کې له ګڼ شمېر بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

نبي په انعام کې ګټلې پيسې د هېواد په نادارو وېشي

Mar 04, 2021 29

د افغانستان د کريکټ وتلی لوبغاړی محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شي او انعام ورکول شي، دی يې ځان ته نه، بلکې د هېواد نادارو ته ورکوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې