د پوهنې کال په بېسوادي کې تېرېږي لا هم د کندهار په دريو ولسواليو کې هيڅ ښوونځی نهشته
که څه هم د پوهنې وزارت چارواکي هره ورځ د خپلو برياوو او پرمختګونو ادعاوې کوي، خو راپورونه وايي چې يوازې په کندهار ولايت کې ۱۲۰ ښوونځي تړلي دي او په دريو ولسواليو کې يې هيڅ ښوونځی هم فعال نه دی.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې په یاد ولایت کې د یو شمېر امنیتي او ټولنیزو ستونزو له کبله یاد شمېر ښوونځي تړلي دي.
د کندهار ولایت د پوهني ریاست مشر عبدالقادر پیوستون وايي؛ دوی د یاد شمېر تړليو ښوونځيو د خلاصون لپاره هڅې کړې دي.
دی وايي، د دغو سیمو خلکو ژمنه ورسره کړې ده، که حکومت د ټولو تړليو ښوونځیو د رغولو ژمنه ورسره وکړي، دوی به د تړليو ښوونځيو په خلاصون کې مرسته وکړي.
له بل لوري د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې هیڅ ښوونځي نهشته او د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې رېګستان، شورابک او غورک ولسوالیو کې د دوی ښوونیز مرکزونه فعال نه دي.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۳۵۱ ښوونیز مرکزونه فعال دي چې له دې ډلې ۶۰٪ یې ودانۍ نه لري او یادې فیصدي ته په کتو هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، شمېر یې ۲۰۷ ښوونځیو ته رسېږي.
په دغو ښوونځیو کې ۳۴۵ زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چې ۷۹ زره یې نجونې دي چې یوازې ۲۲٪ کېږي.
د پیوستون په خبره، د کندهار له پوهنې ریاست سره ټول ۶۳۲۷ کارکوونکي په دندو بوخت دي چې له دې ډلې یوازې ۷ سوه یې ښځينه کارکوونکې دي او زیات شمېر یې په مرکز کې کار کوي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د نجونو ۱۲ځانګړي او ۲۲ مختلط ښوونځي موجود دي چې ۳ یې په ولسوالیو بولدک، دامان، ډنډ او نور ټول یې د دغه ولایت په مرکز کې فعال دي.
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې مدني فعاله سوله سادات هم وایي، د دغه ولایت په مرکز کې ښوونیز وضعیت ښه دی، خو په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي نهشته.
د دې په خبره، یو شمېر ټولنیز دودونه د دې سبب شوي چې په دغه ولایت کې خلک خپلې لوڼې له ښوونځیو را وګرځوي.
"که څه هم اوس د نجونو د زدهکړو لپاره زمینه سازي شوې ده، خو په ولسوالیو کې په دې برخه کې ستونزې زیاتې دي چې باید د پوهنې ریاست ورته زیاته پاملرنه کړي."
سادات وایي، په دغه ولایت کې خلک په خپلو لوڼو یوازې تر هغې کچې زدهکړې کوي چې لیک او لوست وکولای شي.
"خلکو ته باید د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ شي، څو خلک په دې پوه شي چې په لوڼو زدهکړې کول د دوی راتلونکی جوړولای شي."
سادات زیاتوي د پوهنې ریاست په ډېره اسانۍ سره کولای شي چې د عامه پوهاوي دا پروګرامونه د ملا امامانو او روڼ اندو کسانو له لارې خلکو ته ورسوي.
بله خوا د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د کتابونو له نشتون څخه سر ټکوي. دوی وایي، په دغه ولایت کې په لوی شمېر کې کتابونه کم دي خو وایي، د دغې ستونزې حل د دوی له توانه بهر خبره ده.
پیوستون وایي؛
"له کلونو کلونو د کتابونو د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده، له لومړي تر ۹ ټولګي پورې په زیاته اندازه کتابونه کم دي چې باید مرکزي اداره یې غم وخوري او په دې برخه کې ولایتي مسوولین هيڅ نه شي کولای."
تر دې وړاندې د دغه وزارت د خپرونو رییس عبدالکبیر حقمل ویلي و چې دوی به تر راتلونکي یوه کال پورې کابو ۵۰ میلیونه ټوکه کتابونه چاپ کړي چې په دې سره به ۵۰ سلنه د کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.
دې وضعيت ته په کتو څرګندېږي چې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ښوونيزو مرکزونو د نشت له کبله لوی شمېر افغان ماشومان له زدهکړو پاتې کېږي او راتلونکی يې له کړاوونو او ستونزو سره مخ دی.
0 نظرونه