ښارونه او ګواښونه؛ وېرېدلي ښاريان او ويده چارواکي
تر هغه وروسته چې وسلهوالو طالبانو پر غزني او فراه ښار بريدونه وکړل او په دې جګړو کې د افغان سرتېريو او وسلهوالو طالبانو تر څنګ ملکي وګړيو ته هم مرګژوبله واوښته، هټۍ او کورونه يې ويجاړ شول او يو شمېر ودانۍ وسوځول شوې، د افغانستان په ډېرو نورو ښارونو کې هم دا وېره په ډېرېدو ده چې ښايي په دې ښارونو هم وسلهوال طالبان بريدونه وکړي.
د دغو ښارونو وګړي وېرېږي چې که طالبان په ښار بريد کوي، ښايي يا ووژل شي او يا يې هم هټيو او کاروبار ته زيان واوړي.
دې وېرې خلکو ته رواني ستونزې پيدا کړې، کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او په دې ښارونو کې شته پانګه هم په تېښته ده.
لښکرګاه، ګردېز، فيروزکوه، کلات او يو شمېر نور هغه ښارونه دي چې خلک يې وېرېدلي دي او فکر کوي چې ښايي د وسلهوالو طالبانو له لوري د دوی په ښار بريد وشي.
له دې ډلې د لښکرګاه ښار يو شمېر اوسېدونکيو سرخط ته وويل، په دغه ښار کې اوازې خپرې دي چې وسلهوال طالبان غواړي يو ځل بيا پر لښکرګاه ښار بريد وکړي او دوی وېرېږي چې که دغسې څه را منځ ته شي، ښايي ځاني او مالي زيان وويني.
د دوی په خبره، مخابراتي شبکې د وسله والو طالبانو له لوري بندې شوې او هره ورځ د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه او نورو نږدې سيمو کې جګړې روانې وي.
د دې تر څنګ د غور چارواکي وايي، په دغه ولايت کې له ګاونډیو ولايتونو طالبان راټول شوي دي او پر دې پلان کار کوي چې په فيروزکوه ښار بريد وکړي. د دغه ښار اوسېدونکي وایي، که حکومت د وسلهوالو طالبانو د را ټولېدو او بريد مخه و نه نيسي، دا شونتيا شته چې په دغه ښار هم وسلهوال طالبان بريد وکړي او دوی ته ځاني او مالي زيانونه واوړي.
دغه راز د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ښار اوسېدونکي وايي، په وروستيو کې په دغه ښار کې د وسلهوالو طالبانو د بريد ګنګوسې خپرې شوې دي او له دې کبله ډېری پانګوالو د ښار له ګودامونو خپل توکي ايستلي دي چې په جګړه کې ورته زيان وا نه وړي.
په غزني او فراه ښار د وسلهوالو طالبانو وروستيو بريدونو ته په کتو دا اندېښنې پر ځای هم دي، ځکه په غزني ښار کې هم له وړاندې د وسلهوالو طالبانو د بريد اوازې خپرې وې، خو په دې سربېره هم ځايي ادارې او په ټوله کې حکومت و نهشو کولای، مخکې له مخکې د دغه بريد مخه ونيسي او پرېنهږدي چې جګړه د غزني په ښار کې د دولتي ودانيو تر دروازو ورسېږي.
دغه راز تر دې وړاندې په فراه ښار کې هم د وسلهوالو طالبانو بريد وښووه چې ځايي امنيتي ادارې مخکې له مخکې د بريد په مخنيوي او شنډولو کې پاتې راځي او بالاخره هغه وخت راويښېږي چې طالبان ښار له ټولو لوريو کلابند کړی وي او په دولتي ودانيو بريدونه پيل کړي.
له بدهمرغه په وروستيو کې د کمزورې امنيتي رهبرۍ له کبله ملکي وګړي او امنيتي ځواکونه په وينو کې لامبي، د ګړنګ پر غاړه ولاړ دي او نه پوهېږي چې څه وکړي.
وړمه ورځ د جوزجان خماب او د وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ سقوط شوې، په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه امنيتي پوستې د طالبانو له لوري ونيول شوې او لسګونو سرتېريو ته مرګژوبله واوښته، خو اوس هم امنيتي چارواکي خپلې لاپې شاپې وهي او فکر کوي، دوی په خپله رهبرۍ او مديريت کې بريالي دي.
0 نظرونه