افغانۍ زما هويت
۲۱ سنبله ۱۳۹۷ 120387 0 نظر شګوفه نورزۍ

افغانۍ زما هويت


که موږ لږ فکر وکړو او د نورو هېوادونو په اړه مطالعه وکړو، ټولنيز نظام سم دی، تقريباً هيڅ ستونزه نه لري. هرې برخې ته خپل معيار او اصول لري او د ټولنې ټول وګړي يې مني او پر ځان يې عملي کوي.

اورېدلې مې دي چې د شمالي کوريا؟ خلک چې هر سهار راپاڅېږي خپل ملي سرود  زمزمه کوي او دوی دا کار له هېواد سره د مينې په خاطر پر ځان لکه موږ چې لمونځ کوو، فرض بولي.

د نورو هېوادونو خلک هغو شيانو او مسايلو ته چې ملي وي خپل سرونه نذرانه کوي او په پوره وياړ پرې قربانۍ ورکوي.

له بده مرغه زموږ ټولنيز سيسټم نه دی برابر او که په کومو شيانو کې توافق لرو بيا يې نه عملي کوو، هر څوک کوښښ کوي چې د خپل نوم او مادياتو لپاره کار وکړي او ملي مسايل تر پښو لاندې کړي.

مثلاً يو څوک د يوې تاريخي کلا شاوخوا ځمکې غصبوي، دې ته نه ګوري چې دا زموږ تاريخي شتمني ده او لوی ارزښت لري، خو ده ته لوی ارزښت خپله شتمني او د مادياتو ډېرېدل لري.

خپل اصلي مطلب ته راځم، افغانۍ چې زموږ د هېواد ملي کرنسي ده، هيڅوک ورته پاملرنه نه کوي او که تاسې په ښارونو کې وګرځئ، لوی کاروبارونه ټول په پاکستانۍ کلدارو، امريکايي ډالرو او ايراني تومن باندې کېږي.

دلته موږ له يوې خوا ملي احساس نه لرو، بل پلو راته پوهاوی نه دی راکول شوی او تر ملي ګټو راته شخصي ګټې ارزښتمنې دي.

اوس پر ټولنيزو رسنيو وينم چې د هېواد په لر او بر کې د افغانيو د رواجېدو او د بهرنيو اسعارو د بندېدو کمپاين پيل شوی دی، دا يو ښه پيل بولم او خوښه په دې يم چې ځوانان په دې برخه کې ډېره ونډه لري.

زه يو وړانديز لرم، هغه دا چې لوی کاروباريان دې د خپل هېوادني احساس له مخې ټوله راکړه ورکړه په افغانيو کړي.

بل وړانديز مې حکومت ته دی چې د پاکستانۍ کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو پر چلښت دې کلک بنديز او سخته جريمه وټاکي، پټ کسان دې وګماري او هغه هټيوال/کاروباريان چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي ونيسي او سخت جريمه دې يې کړي، په دې سره ټول ښار او ټول هېواد کې يوه انګېزه خپرېږي او بيا هيڅوک زړه نه ښه کوي چې له خپلو مشتريانو سره له افغانيو پرته راکړه ورکړه وکړي.

د دې کار عملي کول شوني دي او د وو اونيو په تېرېدو سره به په ټول هېواد کې افغانۍ مروجې شي.

موږ افغانان يو او بايد پر خپلو افغانيو ووياړو، خپل کاروبار په افغانيو جوړ کړو او ځانونه د ملي احساس په رنګ رنګ کړو.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې