پنځه زره کلن مړي
زرګونه کاله وړاندې د سپېرو غرو په يوه دره کې، يوه قبيله اباده وه.
دوی به په کال کې يوه ورځ د حماقت د اظهار په پار نمانځله. ځانونه به يې بېخوده کړل، جامې به يې و ايستې، پر اندامو به يې زرغونه او برګ رنګونه ولګول، پر لارو به يې د وحشت نندارې وړاندې کولې او بيا چې به په کومه ودانۍ کې سره راغونډ شول، پر يو بل به يې خولې لګولې.
د حماقت په ورځ به پاچا بېواکه و، سرتېري به له قرارګاوو نه را وتل، ښار به بشپړ احمقانو ته سپارل شوی و، تر ټولو لوی احمق تر ټولو ستر اتل و او تر ټولو ستر کمعقل به د هماغې ورځې پاچا و چې د احمقانو له منځه به ټاکل کېده.
دوی به د ورځې په پای کې هماغه ستر احمق چې تمامه ورځ به يې پر خپلو اوږو ګرځاوه او د ځان رهبر به يې بايله، حلال کړ او جسد به يې چېرته پر ډېران وغورځاوه.
دوی تر ټولو ډېر تاوان، خپل رهبر ته رساوه.
دا ورځ د احمقانو او عقدهيانو د اختر ورځ وه. له نظام، سولې، ارامي او ورورولي سره د دوی د عقدې د اظهار ورځ وه. د دوی د کرکې او نفرت د اندازې مالومولو ورځ وه چې د يوې ورځې، د يوه احمق رهبر په وروستۍ سلګۍ به پای ته رسېده.
هغه ولسونه چې مړي يې سرنويشت ټاکي، مجبوره دي چې زرګونو کاله وروسته هم د خپلو کمعقلو مردهګانو ورځې، په حماقت ونمانځي.
0 نظرونه