پر انسان د ټکنالوجي منفي اغېزې
۱۵ سنبله ۱۳۹۷ 222199 0 نظر ژباړه؛ خالد تکل

پر انسان د ټکنالوجي منفي اغېزې

له شکه پرته چې ټکنالوجي انسان ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي، مګر د ټکنالوجي له منفې اغېزو هم باید سترګې پتې نه کړو او دا ومنو چې ټکنالوجي په ډېرو چارو کې منفي تاثیرات پرېږدي. 

ټکنالوجي هره ورځ او ان هره دقیقه د ودې او پرمختګ په حال کې ده او زموږ ژوند ترې اغېزمن دی.

موږ ټول له ټکنالوجي سره سر و کار لرو او ان کولای شو چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره په څو ثانیو کې د کور دروازې ته تیاره مړۍ ترلاسه کړو.

دا اسانتیاوې دي چې ژوند اغېزمنوي، همدغه اسانتیا او راحت طلبي ده چې د انسان پر فزیکي وجود اغېز لري او د وزن په زیاتولو کې يې تاثیر څرګند دی او کرار کرار همدغه زیات وزن د انسان روغتیا دومره وځپي چې د اوږدې مودې لپاره يې د ناروغي د بستر مېلمه کړي.

په دغه مقاله کې د انسان پر ژوند د ټکنالوجي د منفي اغېزو پر ځینو برخو باندې تمرکز شوی دی.

ټولنیزې رسنۍ

ټکنالوجي او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو کارونه زموږ پر ژوند لکه د غڼې جال داسې را خوره ده او دا وخت زموږ ګڼ ملګري د همدې ټولنیزو رسنیو له ادرسه له موږ سره ملګري شوي دي.

ښايي د ګڼو په باور به دا غوره چاره وي، خو وروستي تحقیقات وايي چې د ګڼو ملګرو لرل، خپله یو سرخوږی جوړ شوی دی.

استدلال دا کېږي چې ګڼ ملګري هر یو يې ځانګړی ادرس (اکاونټ) لري او دا د هر چا شخصي رسنۍ ده چې ښايي ځینې خپرېدونکي خبرونه او مالومات ستاسې پر ذهن او روان منفي اغېز وکړي.

بل تاوان يې دا هم ممکن دی چې ښايي ستاسې شخصیت ځینې ښه درک نه کړي او یا له تاسې سره رخه ولري او د همدې رخې او عقدې پر اساس ستاسې د اکاونټ د له منځه  وړلو لپاره له هکرانو سره اړیکه ټینګه کړي.

 

 ټکنالوجي او چاغوالی

په امریکا کې د وزن د زیاتوالي ارقام ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې  دي او لاملونه يې هم ګرځنده موبایل، ټابلیټ (ای‌پډ) وېډیو ګېم، ټلوېزیون... دي.

د ((Milken Institute د وروستیو څېړنو له مخې اوسم د نړۍ په لسو غوره هېوادونو کې د وزن د زیاتوالي اصلي لامل ټکنالوجي او ځای پر ځای ناسته ده.

دا چې ولې ټکنالوجي د وزن د زیاتوالي لامل شوې ده اصلي علت دا دی چې ټکنالوجي دومره جذابه او خوندوره ده چې په ډېرې اسانۍ کولای شي، موږ په ځانګړې توګه ځوانان او کوچنیان د ساعتونو ساعتونو لپاره پر توشک او څوکۍ کښېنوي او د ناراحتي احساس و نه کړو.

ټکنالوجي تمرکز کموي

ښايي دا راسره څوک و نه مني، خو په کاناډا کې په دغه برخه کې شوې وروستۍ څېړنه وايي چې ۲۰۰۰ کسانو ته له ټکنالوجي سره په اړیکه کې دندې وسپارل شوې او ورته وویل شول چې دندې مو پر خپل وخت ترسره کړئ، خو دغو کسانو د کار پر وخت هرومرو ټکنالوجيکي وسایل وکارول او د دوی تمرکز پر ورسپارل شوې دنده نه وه.

ټکنالوجي د صبر او زغم کچه راټیټوي

فرضاً تاسې په انټرنیټ کې د یوې وېډیو د کتلو لپاره پلټنه کوئ، دا وېډیو مومئ او ارزو مو دا ده چې ژر يې وګورئ، خو د وېډیو کیفیت لوړ او د انټرنیټ سرعت کم دی، نو ستاسې هغه ارزو چې لرئ يې، هغه ستاسې د ارزو له مخې نه تر سره کېږي. څېړنې وايي چې دغه لږ وخت صبر او حوصله د ډېرو کسانو لپاره ځورونکې او نه تحمل کوونکې وي چې همدا موضوع د قهر او غوسې لامل ګرځي، نو څرګنده ده چې دغه حالت د انسان د صبر او زغم پر کچه او قوه منفي اغېز کوي.

 

ټکنالوجي د پنځونې ځواک کموي

پرته له شکه چې ټکنالوجي د هنر او طرحو په خلق کې مرسته کړې، خو دا هم باید ومنو چې موږ یې یوازې د ماشین او کمپنیو غلامي ته اړ ایستي یوو او د خپل فکر او فکري ځواک له مخې مو څه نه دي خلق کړي او یوازې د ماشین پیروي کوو.

په (Illinois) پوهنتون کې د (Johns Hopkins) د څېړنو له مخې ټکنالوجي سربېره پر دې چې له خلاقیت سره يې مرسته نه ده کړې، بلکې د خلاقیت او پنځونې ځواک يې هم ځپلی دی.

څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې که انسان ته هر څومره کم امکانات ورکړئ، هماغومره به يې د خلاقیت او پنځونې ځواک ښه وغوړېږي. 

دا یو منلی حقیقت هم دی چې انسان اسان چارې خوښی مخلوق دی، راحت طلبي خوښوي، نو بهتره ده چې امکانات پرې محدود شي، تر څو خپله متحرک پاتې شي.

 

سمارټ‌فون د انسان پر خوب منفي اغېز لرلای شي

وروستۍ څېړنې وايي چې اوسني انسانان د شپې له خوا خپل ډېر وخت د ټولنیزو شبکو په کارونې ضایع کوي چې د خوب لپاره ټاکلی مهالوېش اغېزمنوي، خوب په غېر منظم شکل ترسره کېږي چې انسان ترې سکون نه شي اخيستلای. څېړونکي وايي د موبایل رڼا داسې زیګنالونه لري چې انسان د ډېر وخت لپاره خوب ته نه پرېږدي.

د ځیرک موبایل کارونه او د عمر کچه

په کم سن کې د ټکنالوجي کارونه د ځوانانو ترمنځ ځینې اخلاقي بریدونه نړوي او په جنسي لحاظ ځینې تر بلوغ مخکې له داسې صحنو سره اشنا کېږي چې باید تر بلوغ وروسته ور سره اشنا شوی وای، دا ډول له وخته مخکې صحنې لیدل خپل خاص روغتیايي منفي تاثیرات لري.

ګوګل مو د لټۍ په احساس اخته کوي

ګوګل د پلټنې اسانه او نږدې لار ده، څېړنې وايي، ګوګل د یادولو کچه راټیټوي. ټکنالوجي که د انسان د ژوند غوره برخه جوړ شوې، خو همدغه برخه د ژوند نورې برخې په شدت ګواښي.

 

نا موثق او دروغجن خبرونه انساني ذهن ګډوډوي

دروغجنې رسنۍ ورځ تر بلې د ودې په حال کې دي. جعلي رسنۍ په شدت د ټولنې پر افرادو اغېز ښندي او هڅه کوي چې عمومي ذهنیتونه بې لارې کړي.

په ۲۰۱۵ کال امریکا کې په ځینو زده کوونکو یو ازمايښت ترسره شو. په دغه ازمایښت کې زده کوونکو ته یوه مقاله او یو انټرنیټي خبر ورکړل شول. مقاله اصلي او انټرنیټي خبر جعلي و، پایلې وښوده چې زده‌کوونکيو د مقالې پر نسبت انټرنیټي خبر موثق او کره ګڼلی و. دا په ډاګه کېږي چې خلک په ان لاین رسنیو یا د ټکنالوجي په وسایلو ډېر باورمند دي.

 ښايي ټکنالوجي زموږ پر ژوند نورې منفي اغېزې هم ولري، خو دا چې موږ ډېر دقت نه دی کړی، تر دې وروسته يې باید پر منفي اغېزو هم فکر وشي.

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې